لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ په ایران د ټکونو په جواب کې صدر حسن روحاني وايي د چا د دړکو پرواه نه کوي


 صدر ټرمپ د ایران حکومت د "خونړي ریژیم" او د "روگ" یا د بدمعاش په نومونو یاد کړواو وې ویل چې د ایران تر ټولو لوې صادرات "تشدد، خونریزي او انتشار دی."
صدر ټرمپ د ایران حکومت د "خونړي ریژیم" او د "روگ" یا د بدمعاش په نومونو یاد کړواو وې ویل چې د ایران تر ټولو لوې صادرات "تشدد، خونریزي او انتشار دی."

د ایران صدر حسن روحاني ویلي د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ایران په اړه "بدرنگ، ناپوهه ټکي" استعمال کړي دي.

د شورو، چارشنبې، په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ ته خپل تقریر کې حسن روحاني وویل تهران د بل کوم هیواد د دړکو پرواه نه کوي.

صدر ټرمپ د ملگرو ملتونو هم دې غونډې ته یوه ورځ وړاندې وویل ایران په حکومتي کچه د ترهگرو ډلو ملاتړ کوي چې له امله يي د منځني خیتځ مسلمان هیوادونو او اسرائیل ته خطر راولاړیږي.

صدر ټرمپ د ایران حکومت د "خونړي ریژیم" او د "روگ" یا د بدمعاش په نومونو یاد کړواو وې ویل چې د ایران تر ټولو لوې صادرات "تشدد، خونریزي او انتشار دی."

صدر ټرمپ وویل "د ایران حکومت دې د ترهگرۍ ملاتړ باید ختم کړي."

ایراني صدر خپله وینا کې وویل د ایټمي معاهدې د تباهۍ دړکه او "د سیاست دنیا ته نوي راتلونکي بدمعاشان د پرمختگ او کامیابۍ په لاره کې د ایران مخه نشي نیولی."

صدر روحاني وویل ایران به د ایټمي معاهدې په ماتولو کې وړمبی گام نه اخلي او په نړي واله کچه د خپلو لوظونو په خلاف ورزۍ د امریکې نوی حکومت به د اینده لپاره اعتبار وبیلي.

ملگرو ملتونو ته تقریر کې صدر ډانلډ ټرمپ ایران سره د امریکې په شملو د شپږو نړي والو قوتونو د معاهدې سخت مخالفت وکړو او وې ویل امریکې داسې یطرفه معاهده ددې نه وړانې هیڅ کله هم نه ده کړي. هغه وویل دا معاهده امریکې دپاره د "شرم" سبب دی.

د شورو، چارشنبې، په ورځ صدر ټرمپ وویل ایران سره شوي د ایټمي معاهدې په اړه يي فیصله کړي ده خو هغه دا وه نه ویل چې دغه لوظنامه ختموي او که نا؟

ایران سره په ایټمي معاهده کې د امریکې په شمول نور فریقین چین، فرانس، برطانیه، جرمني، روس او یورپین یونین دي. دا معاهده په کال ٢٠١٥ کې شوي چې ترمخه يي ایران دې خبرې ته غاړ ایښودې چې د یورینیم جوړولو عمل به ودروي. ددې په بدل کې په ایران لگیدلي ځینې اقتصادي پابندۍ نرمې کړی شوي دي.

ایران سره د معاهدې څارنه د ملگرو ملتونو ایټمي اداره کوي چې وايي د لوظنامې د سرغړونې په اړه يي شواهد نه دي ترلاسه کړي او د امریکې نه علاوه د پریکړې نورو فریقینو ددې د ختمولو څه اراده نه ده څرگنده کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG