لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د ملگرو ملتونو دوه کار کوؤنکي تښتول شوي


چارواکي وايي د دواړه کسانو د لټون دپاره عمليات پېل کړی شوي دي
چارواکي وايي د دواړه کسانو د لټون دپاره عمليات پېل کړی شوي دي
د پاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ د سهراب گوټ سيمي سره نزدې د سپرهائي وی څخه د ملگرو ملتونو دوه کارکوؤنکي تښتول شوي دي .
د پوليس چارواکو په وينا د ملگرو ملتونو دواړه کارکوؤنکي سميع نواز او فرخ سليم د جمعې ورځ سپر هائي وی باندې جوړ يو واټر پارک ته سيل له راغلي وو ، او د ماښام بيا د تلو په مهال په دغه ځايې کې بې درکه شوي دي .
د بي درکه ملازمانو د بې درکۍ خبر د هغو کور والو پوليس ته ورکړی ، او چارواکو د دواړه کسانو د تښتول کېدو پخلی کړی دی .
د ملگرو ملتونو چارواکو وئيلي دواړه کارکوؤنکي د حيدراباد سره تعلق لري .
د پوليس په وينا د دواړو تښتول شوؤ ملازمانو موبائيل ټيليفونونه ټريس شوي ، او پته يې لگېدلې چې هغويې په ورستي ځل د سپرهائي وی سره نزدې گلشن معمار سيمه کې وو ، خو پوليس ته په لاس نه دي ورغلي .
چارواکي وايي د دواړه کسانو د لټون دپاره عمليات پېل کړی شوي دي ، او په مختلفو علاقو کې پوليسو چهاپي وهل شورو کړي دي .
له دې وړاندې هم د سهراب سيمې سره نزدې د ملگرو ملتونو لخوا د پوليو په کارکوؤنکو ډزې شوي ، او چارواکي وخت په وخت په دغه سيمه کې د وران کارو او شرخوښو په ضد د عملياتو او د هغويې د نيولو ادعاوې کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG