لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جبر و تشدد ښکار خلکو سره د ملاتړ نړي واله ورځ


د تشدد مختلف شکلونه وي لکه وهل، جنسي بې حرمتي او جنسي تشدد. د تشدد سره د مخ کس په بچو یا د کورنۍ په نورو غړو د هغه په وړاندې درد رسول کیږي
د تشدد مختلف شکلونه وي لکه وهل، جنسي بې حرمتي او جنسي تشدد. د تشدد سره د مخ کس په بچو یا د کورنۍ په نورو غړو د هغه په وړاندې درد رسول کیږي

ملگري ملتونه او د انساني حقوقو کارکن دنیا نه د خبر و تشدد د ختمولو په لړ کې غوښتنه کوي چې د نړۍ هیوادونه دې د تشدد یا ټارچر خلاف گامونه پورته کړي ځکه چې د نړي والو قوانینو ترمخه تشدد په هیڅ حال کې هم نشې استعمالیدی.

نړۍ د جون د میاشت ٢٦ مه نیټه د تشدد ښکار خلکو سره د ملاتړ د ورځې په توگه نمانځي. ددې ورځې د نمانځلو فیصله ملگرو ملتونو کړې وه.

انساني تاریخ کې تشدد یا جبر څه نوی عمل نه دی. د قدیمې زمانې نه راواخلې تر د موجوده وخت پورې د نړۍ په هره برخه کې تشدد نه کار اخسیتل کیږي. دا چې نړۍ کې د تشدد کچه او یا پیمانه څه ده، معلومول يي ممکن نه دي ځکه چې اکثر تشدد په خفیه توگه کیږي، لکه د پولیسو په پټو جیلونو کې او یا په نورو زندانونو او بندي خانو کې.

موجوده نړۍ کې د تشدد د کچې اندازه د انساني حقوقو تنظیم ایمنسټي انټرنیشنل د یو رپورټ نه تر څه حده پورې لگیدی شي.اداره وايي په تیرو پنځو کلونو کې يي د نړۍ په هر گوټ کی موجود د یوسل یوڅلویښت هیوادونو نه د تشدد یا جبر رپورټونه ترلاسه کړې دي.

خپله د ملگرو ملتونو د انساني حقوقو اداره یواین هیومن رائټس افس چې جنیوا کې دفتر لري، وايي هره ورځ ورته د تشدد په هکله تازه رپورټونه ورکړی کیږي. اداره وايي دغه رپورټونه د براعظم ایشیا، افریقا، یورپ او د براعظم امریکا نه ترلاسه کیږي.

د ملگرو ملتونو د هائی کمیشنر فار هیومن رائټس کې د قانون، مساوات او عدم تعصب د چارو مشره مونا ریشوامي ده. هغه وايي تشدد په هغه هیوادونو کې وده مومي چرته چې حکومتونه په تشدد سترگې پټې ساتي او یا جبر کونکو ته سزاگانې نه ورکړی کیږي. هغه وايي تشدد نه یواځې د امریت د لاندې هیوادونو کې کیږي بلکه په جمهوري هیوادونو کې هم تشدد په نظر راځي.

مونا ریشوامي وايي په امریت او جمهوریت کې فرق دومره دی چې په جمهوري هیوادونو کې پارلیمنټ موجود وي، هلته په دې هکله پوښتنه راپورته شي، حکومت د شرمندگي سره مخ شي او څوک څه نه څه اقدامات واخلي خو په داسې ریاستونو کې چې حکومت اولس ته جوابده نه وي جبر او تشدد جاري وي.

د تشدد خلاف په نړي والا کچه گڼ شمیر معاهدې او قوانین موجود دي ددې ترڅنگ هر هیواد کې هم د تشدد پرضد ضوابط موجود دي. سږ کال د تشدد خلاف معاهدې کنویشن اگینسټ ټور چر ٣٠ کاله پوره کیږي. دغه تړون د ملگرو ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ د انساني حقوقو نړي والې ورځ، د ډسمبر په لسمه نیټه منظور کړی وو.

که څه هم دغه معاهده د نړۍ یو سل او څلور پنځوس هیوادونو منظوره کړې ده خو ددې باوجود هم په زیاتره دغه هیوادونو کې په منظمه او پراخه کچه د تشدد نه کار اخسیتل کیږي. ملگري ملتونه وايي یو څلویښت هیوادونو د تشدد خلاف د نړي والې معاهدې منظورولو نه انکار کړی دی او په دغو هیوادونو کې ډیر داسې دي چې قیدیانو سره د ناروه سلوک او تشدد اجازت ورکوي.

د تشدد مختلف شکلونه وي لکه وهل، جنسي بې حرمتي او جنسي تشدد. د تشدد سره د مخ کس په بچو یا د کورنۍ په نورو غړو د هغه په وړاندې درد رسول کیږي. مونا ریشوامي وايي دا عمل د تشدد ښکار کس باندې ژور اثر غورځوي.

مونا ریشوامي وايي دا خلک قصداً وزورولی شي او د جبر سره مخ کړی شي او کله چې د چا بې حرمتي وشي، نو ددې یاد ورسر د ډیر وخت پورې وي.

ددې باوجود چې د تشدد پرهرونه تر ډیر وخت پورې موجود وي خو علاج يي بیا هم ممکن دی. د تشدد ښکار خلکو د درملنې دپاره د ملگرو ملتونو رضاراکارانه پنگه یا یو این والنټیري فنډ فار وکټمز اف ټورچر د تشدد ښکار ضرورتمندو خلکو ته طبي، نفیساتي، قانوني او مالي امداد ورکوي. د ملگرو ملتونو دا اداره داسې غیر حکومتي تنظیمونو ته هم امداد ورکوي چې د تشدد ښکار خلکو د بیا ودانونو پروگرامونه چلوي.

د ملگرو ملتونو د قانون د لاندې هر حکومت ددې پابند دی چې د تشدد ښکار خلکو د درد او جبر تاوان پوره کول یقیني کړی. ددې ترڅنگ ملگري ملتونه دا تقاضا هم کوي چې یو حکومت هم بغیر د احتساب په چا تشدد نشي کولی، دا چې د تشدد ښکار خلک د انصاف حقداره دي او تشدد کونکې باید د قانون منگولو ته وسپارلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG