لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام حکومت او مخالفینو ترمنځ مذاکرات بیا شورو شوي


د ملگرو ملتون مرکچې لخدار براهیمي ویلي د مذاکراتو په دویمه ورځ به د هغه زرگونو قیدیانو د ازادیدو په مسله خبرې کولی شي چې د شام په زندانونو کې پراته دي او زنانه، ماشومان او سپین ږیرې پکې شامل دي
د ملگرو ملتون مرکچې لخدار براهیمي ویلي د مذاکراتو په دویمه ورځ به د هغه زرگونو قیدیانو د ازادیدو په مسله خبرې کولی شي چې د شام په زندانونو کې پراته دي او زنانه، ماشومان او سپین ږیرې پکې شامل دي
د ملگرو ملتونو په منځگړیتوب د سویټزرلینډ په جنیوا ښار کې د شام حکومت او مخالفینو په منځ کې مذاکرات د اتوار په ورځ بیا شورو شوي دي چې موضوع يي د اولس خیر ښیگړه ده.
د ملگرو ملتون مرکچې لخدار براهیمي ویلي د مذاکراتو په دویمه ورځ به د هغه زرگونو قیدیانو د ازادیدو په مسله خبرې کولی شي چې د شام په زندانونو کې پراته دي او زنانه، ماشومان او سپین ږیرې پکې شامل دي.
براهیمي د خالي په ورځ خبریالانو ته وویل فریقینو جنیوا کې د ملگرو ملتونو په دفتر کې خبرې اترې وکړې او هومز کې د مرستې په موضوع يي د خیالاتو تبادله وکړه او هومز کې د گل د ورځې پورې د امداد رسیدو امید يي څرگند کړو.
هومز د شام په لویو ښارونو کې شامل دی او حکومت يي د باغیانو د ازادولو د پاره بې د ډیر وخت راهسې بمباري کوي.
د حزب اختلاف استازي لوې سافې د خالې په ورځ خبریالانو ته وویل د خالي په ورځ د حکومت سره خبرې ترې ځکه هم ضروري وې چې هومز کې خلک د حکومت د محاصرې په وجه د خوراک د کمې د لاسه د وژل کیدو نه محفوظ کړی شي.
هغه وویل د مذاکراتو مقصد د امریت نه د جمهوریت په لورې انتقال کول دي.
د امریکې خارجه وزارت ترجمان ایډگر وسکویز ویلي حزب اختلاف په سنجیدگۍ او ېه مثبت انداز سوچ مذاکراتو کې برخه اخېستې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG