لاس رسیدونکی لینک

د ملگرو ملتونو ډله وايي د شام حکومت په ٢٠ حملو کې کیمیاوي وسله استعمال کړي ده


د ملگرو ملتونو د پلټنو یوې ډلې ویلي دي چې په تیرو څلورو کلونو کې د شام حکومت لږ تر لږه ٢٠ حملو کې کیمیاوي وسله استعمال کړې ده. دغه حملې زیاتره په ملکي هدفونو شوي دي.

شام لپاره د ملگرو ملتونو ډله چې د "انډیپنډنټ کمیشن اف انکوایري ان سیریا" په نوم یادیږي په خپل رپورټ کې ویلي د کیمیاوي وسلې ځینې حملې سږ کال د مارچ او جولايي د میاشتو ترمنځ په خان شیخون، التمنه او ختیځ غوته کې شوي دي.

د ملگرو ملتونو ډلې د خپل څیړنې لپاره خلکو سره مرکې کړې وې، د عیني شاهدینو بیانونه يي ریکارډ کړي وو، د حملو ښکار شوو خلکو او امدادي کارکونکو سره يي خبرې اترې کړې دي، د تصویرونو او د سیټلایټ د نق‍شونونو نه يی کار اخیستلی دی.

ددې نه علاوه څیړنکارانو کیمیاوي وسلو د مخنیوي ادارې "ارگنایزیشن فار دي پروهبیشن اف کیمیکل ویپشنز" د رپورټونو نه يې استفاده کړي ده.

د صدر بشارالسد حکومت دا خبره ردوي چې د هیواد په خانه جنگۍ کې يي کیمیاوي وسله استعمال کړې ده.

د کیمیاوي وسلې د استعمال نه علاوه، د ملگرو ملتونو ډلې ویلي د شام په جنگ کې ښکیلې ډلې د بشري قوانینو او اصولو خلاف ورزي کوي او د ملکي خلکو خیال نه ساتي.

په دغه غیرقانوني طریقو کې د یو بل په علاقو گیره اچول هم شامل دي. ډلې ویلي د شام حکومت، باغیان او دداعش وسله وال مختلفې علاقې ایصارې کړي دی. ملگري ملتونه وايي دا وخت شا او خوا ٦٠٠٠٠٠ ملکي کسان په ایصار شوو سیمو کې ژوند کوي.

د ملگرو ملتونو ډله په خپل رپورټ کې وايي د شام د حکومت او روسي هوايي جهازونو په هسپتالونو او طبي عملې هم بمبارۍ کړې دي. ډلې د امریکايي اتلاف په هوايي بمبارۍ او په ولسي خلکو ددې په اثر هم تشویش څرگند کړی دی.

XS
SM
MD
LG