لاس رسیدونکی لینک

ملگري ملتونه په شام کې محاصره سیمو د امداد دپاره رسائي غواړي


د سږ کال د شورو راهسې ملگرو ملتونو په شام کې دوه لکه او شپیتو زرو خلکو ته امدادي سامان رسولی دی. د امدادي ادارو هدف دی چې د اپریل د میاشت پورې شا او خوا لسو لکو خلکو ته د ضرورت شیان ورسوي

د سږ کال د شورو راهسې ملگرو ملتونو په شام کې دوه لکه او شپیتو زرو خلکو ته امدادي سامان رسولی دی. د امدادي ادارو هدف دی چې د اپریل د میاشت پورې شا او خوا لسو لکو خلکو ته د ضرورت شیان ورسوي.

خو ملگري ملتونه وايي چې شپږو داهسې سیمو ته د تگ اجازت ورته نه دی ور کړی شوی چې د حکومت د قبضي د لاندې دي او د تیر یو کال راهسې هلته میشته په لکونو خلکو ته امدادي شیان نه دي رسول شوي. ملگري ملتونه وايي دغه سېمو ته په تگ پابندي دې لرې کړی شي.

یان ایگلینډ شام دپاره د ملگرو ملتونو خصوصي استازی دی، وايي محاصره شوو سیمو ته حکومت له خوا طبي سامان رسولو دپاره اجازت نه ورکول هغه دپاره د خاص تشویش خبره ده.

یان ایگلینډ وايي محاصره شوو علاقو ته نه خو طبي عمله لیږلی شي او نه لرې پرتو سیمو نه ناروغه خلک راویستل کیدی شي نو ځکه هلته خلک ژوند دلاسه ورکوي.

یان ایگلینډ وايي دغه سیمو ته د طبي عملې په تگ د پابندۍ له کبله په قامي کچه ماشومانو د ویکسینینش انتهائي اهم مهم هم متاثر کیدی شي. دغه مهم د اپریل د میاشت د اتلسمې نیټې نه د اپریل د میاشت څلریښتمې نیټې پورې چلیدونکی چې پکې به په لکونو ماشومانو ته د مهلکو ناروغونو نه د محفوظ پاتې کیدو دپاره ویکسین ورکړې کیږي.

یان ایگلینډ وايي د دریو مرحلو په دې مهم کې به ماشومانو ته د گڼ شمیر ناروغو نه بچ کیدو دپاره ویکسین ورکړی کیږي په داسې حال کې چې شام کې د خانه جنگۍ دلاسه د ویکسینشن شرح ډیره ټیټه ده او په نتیجه کې يي د وبائي ناروغو د خوریدو امکان زیات شوی دی.

ایگلینډ وايي ماشومانو ته به د پولیو، خسرې او نورو داسې ناروغو ویکسین ورکړی کیږي چې د یو نه بل ته خوریږي.

د کال دوه زره دیارلسم د اکتوبر په میاشت کې شام کې دویشت د پولیو کیسونه ریکارډ شول. شام په کال نونسوه نهه نوي کې د دغه معزوره کونکي مرض نوغي د هیواد نه ویستل و.

یان ایگلینډ وايي که څه هم په جنگ ځپلې هیواد کې په پولیو اوس قابو موندلی شوی دی خو هغه خبرداری کوي چې که چرې راتلونکې ویکسینیشن مهم ونه چلول شو نو دغه مرض بیا په هیواد کې سر راوچتولی شي.

XS
SM
MD
LG