لاس رسیدونکی لینک

دنیا کې دا وخت ١٠ میلینه خلک بې وطنه دي


د شام د کډوالو ماشومان هم د بې وطنۍ په حال کې پیدا کیږي

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو اداره یو این ایچ سي ار وايي په نړۍ کې د خلکو د بې وطنۍ حالت ختمولو دپاره شورو کړی شوي پروگرام کې پرمختگ شوی خو دا ناکافي دی.

په نړۍ کې د داسې خلکو شمیره دا وخت لس ملینه ده چې د یو ملک شهریت هم نه لري. دا بې وطنه خلک د هغه سهولتونو نه محرومه دي چې د یو ملک د شهري په حيثیت نور خلک ورته رسائي لري.

د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وايي دنیا کې هر لس منټه کې یو ماشوم د بې وطنۍ په حالت کې زیږون کوي.

د یو این ایچ سي ار یو چارواکی ولکر ټرک وي او ای ته وايي بې وطني د ماشوم د خواهشات او ارزو گانې تباه کوي او د هغه په نفسیاتو او خود اعتمادۍ باندې منفي اثرات غورځوي.

ښاغلي ټرک وايي د بې وطنۍ په حال کې ژوند کونکی ماشوم د نورو ماشومانو سره د ځان مقابله کوي او بیا يي دا پوښتنه په ذهن کې راپورته کیږي چې هغه ولې لکه د نورو ماشومانو سکول ته نشې تلی یا د صحت د خسماني سهولتونو ته رسائي ولې نه لري اخیر فرق څه دی.

د یو این ایچ سي ار رپورټ وايي د بې وطنۍ په حال کم عمره خلک د تعصب، بدنامۍ، د ویرولو او د استحصال سره هم مخ کیږي.

بې وطنه خلک په هر براعظم کې موجود دي او د بې وطنه کیدو مختلف اسباب وي. په ځېنې وختونو کې خلک د یو ملک د ماتیدو لا امله هم بې وطنه شي، لکه د پخواني سویت یونین د ماتیدو په نتیجه کې هم گڼ شمیر خلک بې وطنه شوي وو او لکه د جنوبي سوډان د یو نوي ملک په حيثیت کې د جوړیدو لا امله هم ځېنې خلک بې وطنه شوي وو.

د ملگرو ملتونو ولکر ټرک وايي د خلکو د بې وطنه کیدو د مسلې حل راویستلی کیدی شي.

ولکر ټرک وايي که یو ملک وغواړي چې دا مسله حل کړي نو د قانون سازۍ دلارې هلته موجود بې وطنه خلکو ته شهریت ورکولی شي خو ددې دپاره ضروري ده چې دغه هیواد سیاسي اراده او د مسلې په حل کولو کې دلچسپي ولري.

یو این ایچ سي ار وايي هر هیواد باید هر هغه چاته شهریت یا د زیږیدنې سند ورکړي څوک چې يي په خاورپیدا شي یو هیواد ته هم نه دي پکار چې د نسل، مذهب او د رنگ په بنیاد چا ته د شهریت ورکولو نه انکار وکړي.

XS
SM
MD
LG