لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ملگرو ملتونو کې د پاکستان دفتر وايي هندوستان د یو تصویر په شا پټیدل غواړي


په ملگرو ملتونو کې د هندوستان یوې سفارتکارې پلومه تري پتي په اداره کې د پاکستانۍ نماینده ملیحه لودهي تصویر پورته کړی دی
په ملگرو ملتونو کې د هندوستان یوې سفارتکارې پلومه تري پتي په اداره کې د پاکستانۍ نماینده ملیحه لودهي تصویر پورته کړی دی

د ملگرو ملتونو غونډې ته د غلط تصویر ښودلو په سر، د هندوستان او په شوسل میډیا د ملنډو په جواب کې په ملگرو ملتونو کې د پاکستان دقتر ویلي هندوستان نه خو په دروغو ویلو حقیقت او نا د یو عکس په شا په کشمیر کې خپل زور زیاتی او قتلونه پټولی شي.

په نیویارک کې د ملگرو ملتونو دپاره د پاکستان د نماینده دفتر په یو بیان کې وویل "هندوستان چې په کشمیر کې بې گناه خلک وژني او زور زیاتی ورسره کوي د یو تصور په شا پټیدل غواړي."

پاکستاني نماینده دا بیان د گل، دوشنبې، په ورځ په داسې حال کې شائع کړو چې تیره هفته په ملګرو ملتونو کې د وینا په مهال د پاکستان نماینده ملیحه لودي یو عکس مخامخ کړ او وی ویل چې "هند د ترهګرۍ مور ده."

هغې زیاته کړه چې دغه عکس د هغه کشمیرۍ جینۍ دی چې هندي عسکرو پرې ډزې کړیدي.

خو بیا معلومات رامخته شول چې دغه تصویر په حقیقت کې د یوې زخمي فلسطینۍ جینۍ دی چې په کال ٢٠١۴ کې فوټوگرافر هیډي لیواین په غزه کې اخیستیی دی.

د ملیحه لودهي د دغه وینا نه ورسته په هند او په پاکستان کې په میډیا او په ټویټر خلکو نه یوازې ټوکې خنداگانې وکړې بلکې تاوده بحثونه هم وشول او ویل کیدل چې میرمن لودهي ته پکار وه چې اول يې د عکس په اړه معلومات کړی وی.

د پاکستاني استازې د تقریر په جواب کې په ملگرو ملتونو کې یو هندوستاني سفارتکار وویل ملیحه لودهي د ملگرو ملتونو عمومي شورا د گمراه کولو او یوه "مکمله غلطه یانیه" یې د "جعلي تصویر" دلارې د خپرولو کوښښ وکړو.

د کشمیر په سر د پاکستان او د هندوستان ترمنځ سفارتي تاوتریخوالی او تاوده تراخه بیانونه څه نوي خبره نه ده. کشمیر د دواړو هیوادونو په منځ کې ویشل شوی دی خو دواړه په مکمله سیمه د ملکیت دعوې لري او د کشمیر په سر یې تر وسه پورې درې جنگونه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG