لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو په پاکستان کې د غیرت په نوم د وژنو غنده کړې


د ملگرو ملتونو ریذیډنټ کوارډینیټر نیل بانی په یو بیان کې وېلي دي پاکستان کې هر کال دخاندان او قبیلې د ناموس په خاطر په سلگونو جینکۍ وژل کیږي او لنډه موده کې داسې پیښې ډیرې زیاتې شویدي
د ملگرو ملتونو ریذیډنټ کوارډینیټر نیل بانی په یو بیان کې وېلي دي پاکستان کې هر کال دخاندان او قبیلې د ناموس په خاطر په سلگونو جینکۍ وژل کیږي او لنډه موده کې داسې پیښې ډیرې زیاتې شویدي

ملگرو ملتونو په پاکستان کې د غیرت په نوم د ښځو د وژنو دزیاتیدونکو پیښو غندنه کړې او دحکومت نه ېي ددې د مخ نیوي لپاره د موثره گامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده .

د ملگرو ملتونو ریذیډنټ کوارډینیټر نیل بانی په یو بیان کې وېلي دي پاکستان کې هر کال دخاندان او قبیلې د ناموس په خاطر په سلگونو جینکۍ وژل کیږي او لنډه موده کې داسې پیښې ډیرې زیاتې شویدي .

په رپورټ کې دپاکستان په بیلا بیلوښارونو کې د ٢٢ کلنې مقدسه بي بي ، ١٨ کلنې زینت رفیق ، ١٩ کلنې ماریه صداقت اوشپاړس کلنې عنبرین ریاست په اړه د هغه پیښو ذکر په خصوصي توگه شوی چې خپلو پلرونو ، وروڼو، خاندان یا د قبیلې خلکو دخپلې خوښې ودونو په سروژلي دي .

رپورټ کې ویلی شوي دي دا د ریاست او عدلیي ذمه واري ده چې داسې قسمه پیښو کې ککړ ملزمانو ته سزا ورکړي .

دملگرو ملتونو ریذیډنټ ایډیټر وايي په کال دوه زره یو ، دوه زره دریم او دوه زره پنځم کې د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې غړو هیوادونو ته ویلې شوي دي دغیرت په نامه د قتلونو او تشدد مخ نیوي لپاره دې قان سازي اوکړي ، موجوده کمزوري قوانینو کې دې بدلونونه راولي او ددې ترڅنگ دې په تعلیمي او ټولنیز کچه هسې تندې کړي .

نیل بانی زیاتوي چې دپاکستان وزیراعظم نوازشریف ورته د زیاتیدونکو پیښو په اړه منلې وه او پیښو باندې اندیښنې څرگندې کړې وې . ددې ترڅنگ ېي دا هم ژمنه کړې وه چې ددې داغ لرې کولو لپاره به هر ممکنه گام پورته کوي . نوموړي زیاته کړه په دې لړ کې د حکومت پاکستان سره د هررنگه مرستې لپاره تیاردي .

پاکستان کې د بشري حقونو کمیشن د کال ٢٠١٥ خپل یو رپورټ کې وېلي د غیرت په نو نزدې ١١٠٠ زنانه وژلې شوی دي . چې پکې ١٧٠ هغه جینکۍ هم شاملي دي چې عمرونه ېي د اتلس کالو نه کم دي .

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG