لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپ د تلونکو مهاجرینو په مرگونو کې اضافه شوي ده، ملگرو ملتونه وايي


 د انساني حقوقو تنظیمونو د یو جرمن امدادي کارکن تصویر خور کړی دی. امدادي کارکن د یو لاهو شوي ماشوم مړي نیولی دی. دغه تنظیمونه وايي د تصویر خورولو مقصد دا دی چې د یورپي مشرانو پام د کډوالو غمجن صورتحال ته راوگرځوي
د انساني حقوقو تنظیمونو د یو جرمن امدادي کارکن تصویر خور کړی دی. امدادي کارکن د یو لاهو شوي ماشوم مړي نیولی دی. دغه تنظیمونه وايي د تصویر خورولو مقصد دا دی چې د یورپي مشرانو پام د کډوالو غمجن صورتحال ته راوگرځوي

د ملگرو ملتونو د کډوالو د خیر ښیگړې اداره یو این ایچ سي ار وايي یورپ ته د تلو په کوښښونو کې سږ کال تر دا وخت ٢٥٠٠ کډوال په بحیره روم کې لاهو شوي او مړه شوي دي.

ددې برعکس د کال ٢٠١٥ په وړمبو پنځو میاشتو کې ١٨٥٥ کډوالو یورپ ته د تگ په کوښښونو کې په سمندر کې خپل ژوندونه د لاسه ورکړل.

یورپ د تلونکو مهاجرینو په مرگونو کې اضافه شوي ده . د ملگرو ملتونو د کډوالو د خیر ښیگړې اداره یو این ایچ سي ار وايي یورپ ته د تلو په کوښښونو کې سږ کال تر دا وخت ٢٥٠٠ کډوال په بحیره روم کې لاهو شوي او مړه شوي دي. د ېو اېن اېچ سي آر بابر بلوچ د وي او ای ډيوه رحمان بونیری ته حال ورکوي​

ېو اېن اېچ سي آر بابر بلوچ
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:40 0:00

د نهې، سه شنبې، په ورځ په جنیوا کې د یو این ایچ سي ار ترجمان ویلیم سپنډلر وویل که یوازې د بحیره روم مثال واخیستلی شي نو په ٨١ کسانو کې د یو کس په سمندر کې د ډوبیدو امکان موجود وي.

سپنډلر وویل د شمالي افریقې او د اټلي لار تر ټولو زیاته خطرناکه ده، هلته په ٢٣ کسانو کې د یو کس د مرگ امکان موجود وي. هغه وویل په دغه لار سږ کال ٢١١٩ کسان مړه شوي دي.

د نائجیریا او گیمبیا نه په غیر قانوني توگه یورپ ته د تگ کوښښ کونکې هم د شمالي افریقي او د اټلي په لار سفر کوي. خو د شام، یا سوریا، افغانستان او د عراق کډوال د ترکي او د یونان په لار سفر یورپ ته د رسیدو کوښښ کوي.

په تیره هفته کې په بحیره روم کې یورپ ته د پورې وتلو په کوښښونو کې ٨٨٠ او کډوال لاهو شوي او ژوندونه يي دلاسه ورکړې دي.

د انساني حقوقو تنظیمونو د یو جرمن امدادي کارکن تصویر خور کړی دی. دغه امدادي کارکن د یو لاهو شوي ماشوم مړي نیولی دی. دغه تنظیمونه وايي د تصویر خورولو مقصد دا دی چې د یورپي مشرانو پام د کډوالو غمجن صورتحال ته راوگرځوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG