لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سلامتي کونسل په غزه کې په فوري توگه د جنگ بندۍ غوښتنه کړې


د ملگرو ملتونو ترمخه شجائيه کې زياتره عام ملکي وگړي وژل شوي دي . او د سيمې نه په زرگونو خلکو کډې کړي ، محفوظو سيمو پله منتقل شوي دي .
د ملگرو ملتونو ترمخه شجائيه کې زياتره عام ملکي وگړي وژل شوي دي . او د سيمې نه په زرگونو خلکو کډې کړي ، محفوظو سيمو پله منتقل شوي دي .

د ملگرو ملتونو د سلامتي کونسل په يوه هنگامي غونډه کې د غزه په حالاتو باندې اندېښنه څرگند کړی شوې ، او په سيمه کې يې په فوري توگه د جنگ بندولو غوښتنه کړې ده .

د سلامتي کونسل غړو په جنگ کې په زياته کچه رامنځته کېدونکو وژنو باندې هم سختې اندېښنې څرگندې کړي دي .

د تېرو ۱۴ ورځو راهسې په غزه باندې د اسرائيل د پوځ لخوا بمبارۍ او بيا په زمکنو حملو کې تندي راغلې ده ، او د سلامتي کونسل لخوا په سيمه کې د جنگ بندولو غوښتنه هم په داسې حال کې شوې ، چې د اتوار په ورځ شجائيه نومې ښار کې د جهگړې په مهال لږ تر لږه ۶۵ فلسطينيان او ۱۳ اسرائيلي پوځي عسکر هم وژل شوي دي .

د ملگرو ملتونو ترمخه شجائيه کې زياتره عام ملکي وگړي وژل شوي دي . او د سيمې نه په زرگونو خلکو کډې کړي ، محفوظو سيمو پله منتقل شوي دي .

بل لور ته د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون چې خپله هم د منځني ختيز په دوره دی ، په سيمه کې د جنگ بندولو په هڅه کې دی . نوموړي د اتوار په ورځ شجائيه کې د وژنو غندنه کړې ، او د جنگ ودرولو په خبره يې زور ورکړی دی .

د راپورونو ترمخه د غزه په حالاتو باندې د مصر د چارواکو سره د خبرو اترو دپاره د امريکې خارجه وزير جان کيري به نن قاهره ته سفر کوي .

د فلسطين د محکمه صحت ترمخه د غزه په پټۍ باندې د تېرو دوه اوونو راهسې د اسرائيل لخوا په ترسره شوې بمبارۍ کې نزدې ۵۰۰ کسان وژل شوي ، چې زياتره پکې عام خلک دي .

بل لور ته د اسرائيل د پوځ وينا ده ، چې د اتوار په ورځ يې ۱۳ عسکر وژل شوي ، او دې سره تراوسه پورې شوي جنگ کې د اسرائيل د وژل شوؤ عسکرو شمېره ۱۸، او دوه عام وگړي هم وژل شوي دي .

د راپورونو ترمخه د حماس لخوا د اتوار په ورځ هم اسرائيل باندې راکټې توغول شوي ، او د هغې وروستو د اسرائيل پوځ زمکني عمليات نور تېز کړي دي .

د اسرائيل او حماس ترمينځ په تېرو دوؤ کالونو موده کې دغه تر ټولو سخته جهگړه شوې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG