لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې د امنیتي ادارو لخوا په خلکو دتشددمخه ونیسي:ملګري ملتونه


د ملګرو ملتونو یوې کمیټۍ په خپل تازه رپورټ کې په پاکستان کې د امنیتي ادارو لخوا د نیول شوو کسانو د وژلو او وهلو ټکولو غندنه کړې ده او حکومت نه یې په دغه اړه زر تر زره د قانون سازۍ غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د تشدد پرضد جوړې کمیټۍ د پاکستان په حکومت غږ کړی د پوځ، استخباراتي ادارو، پولیسو او قانون عملي کونکو ادارو لخوا د تشدد مخه دې اونیسي. رپورټ وايي پاکستان کې پوځ او پولیس نیول شوي کسان عدالت ته د وړاندې کولو وړاندې وژني.

رپورټ وايي حکومت دې یو داسې قانون جوړ کړي چې د پوځ او استخباراتي ادارو لپاره هم وي. په پاکستان کې په پوځ او استخباراتي ادارو نیوکې کیږي دوي د خپل اختیار غلط استعمال کوي او د دوي (پوځ او استخباراتي ادارو) نه تپوس هم نه کیږي.

دکمیټۍ په رپورټ کې په پاکستان کې د بې درکه شوو بلاګ لیکونکو(بلاګرز) یادونه هم شوی څوک چې د ډیر وخت پورې بې درکه وو خو د پاکستان حکومت د دغو وچتونکواو بند کې ساتونکو په نیولو یا ښکاره کولو کې ناکامه دی.

د پاکستان د بشري حقونو ادارې ایچ ار سي پي مشر ډاکټر مهدي حسن په دغه رپورټ د خبرو په وخت ویلي پاکستان کې قانون عملي کونکو ادارو د ترهګرۍ یو داسې جواز په لاس ورغلی چې د هر چا پر ضد يې کاروي. مهدي حسن وايي که څوک د پوځ یا پولیسو لخوا کیدونکي تشدد پرضد هم خبره کوي نو سمدستي پرې د ترهګرو د ملګرو تور لږي.

ډاکټر مهدي حسن زیاتوي: ٫٫ دا کار د پولیسو نه دی چې څوک ترهګر وګرځوي. د دوي کار نیول او عدالت ته وړاندې کول دي. تر څو چې عدالت څوک ترهګر نه وي ګرځولی بله کومه اداره داحق نه لري.٬٬ ښاغلی مهدي حسن وي او ای ډیوه ته وايي پاکستان کې قانونونه ډیر دي خو خبره د عملي کولو نه پاتې ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو دغه ادارې (ایچ ار سي پي) په خپل کلیز رپورټ کې ویلي وو تیرکال په ګرد هیواد کې ۷۲۸ کسان بې درکه شوي وو. دغه شمیره په تیرو شپږو کالو کې تر ټولو سوا ده.

د کال ۲۰۱۶م دغه رپورټ وايي يواځې په پنجاب صوبه کې د پولیسو په مقابله کې ۳۴۰ کسان وژل شوي وو. او تیرکال د پاکستان قانون عملي کونکې ادارو دعوه کړی وه په بلوچستان صوبه کې ۲۲۹، قبایلي سیمو کې ۶۰ او خیبر پښتونخوا کې ۴۰کسان د ترهګرۍ په تور کې وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG