لاس رسیدونکی لینک

افغانستان او پاکستان به په ملگرو ملتونو کې څه وايي؟


افغان صدر اشرف غني او اجرايي ریس عبدالله عبدالله

د افغانستان صدر اشرف غني به د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملگرو ملتونود جنرل اسمبلۍ په عمومي بحث کې وینا کوي. صدارتي ماڼۍ یا ارگ ویلي امکان دی چې صدر غني به په غونډه کې د ترهگرۍ پرضد د نړي والې جگړې او د ترهگرو اډو او پناه ځایونو نه افغانستان ته د راپورته کیدونکو خطراتو په موضوع خبرې وکړي.

د ملگرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا کې د غړو هیوادونو د سرمشرانو عمومي بحث د نهی، سه شنبې، په ورځ د ملگرو په مرکزي دفتر نیویارک شروع کیږي.

په ملگرو ملتونو کې د تقریر ترڅنگ، افغان صدر به د امریکايي چارواکو سره هم لیده کاته کوي او طمع ده چې د امریکې او افغانستان ترمنځ د ثبات او امنیت په خاطر یو شمیر مسلو باندې بحث وشي.

که څه هم افغانان غواړي چې صدر غني د ملگرو ملتونو دلارې په پاکستان کې د طالب مشرانو د موجودگۍ په اړه خبرې وکړي خو د افغان صدارتي مانۍ ترجمان دوا خان مینه وايي صدر به د افغانستان د امن، ثبات، ترهگرۍ پرضد د روانې مبارزې او د ترهگرو په اډوخبرې وکړي.

افغان مامورین وايي د ترهگرۍ پرضد جنگ کې د نړۍ پام د افغانستان ستونزو ته د راگرځولو او د پاکستان افغان مخالفه تگ لاره په گوته کولولپاره يې ټول گامونه پورته کړې دي.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي

بلخوا د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم د ملگرو ملتونو په عمومي بحث کې د شرکت لپاره د گل، دوشنبې، په ورځ امریکې ته روان شوی دی. هغه به د زیارت په ورځ د ملگرو ملتونو غونډې ته تقریر کوي.

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي به د ملگرو ملتونو غونډې ته څه وايي، په دې اړه د اسلام آباد نه د وي او ای ډیوه خبریالې رابعه پیر رپورټ اوریدی شئ:

XS
SM
MD
LG