لاس رسیدونکی لینک

ملگري ملتونه: طالبان او داعش په سرپل کې د ملکي کسانو په وژنه کې ککړ دي


طالب ترجمان وویل په میرزا اولنگ کې طالبانو ٢٨ حکومت پلوه مسلح جنگیالي وژلي دي، هلته څوک ملکي کسان نه وو او نه ورسره د داعش وسله وال ملگري وو. داعش په میرزا اولنگ کې د ٥۴ شیعه مسلمانانو د وژلو دعوه کړي وه

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر د اتوار، یکشنبې، په ورځ په خپل یو رپورټ کې وویل د هیواد په شمالي سرپل ولایت کې طالبانو او د داعش وسله والو لږ تر لږه ٣٦ ملکي کسان وژلي دي.

د سرپل په میرزا اولنگ کلي کې د شیعه مسلمانانو د قتل عام په اړه خپل تحقیقاتي رپورټ کې یوناما وویل په وژل شوو خلکو کې ملکي کسان او حکومت پلوه مسلح جنگیالي شامل وو چې د قتل کیدو نه وړاندې ترې وسله اخیستل شوي وه.

وسله والو په میرزا اولنگ کلي د اگست د میاشت د دریمې او د پنځمې نیټې ترمنځ یرغل کړی و.

یوناما وویل د اگست د میاشت په پېنځمه نیټه تندلارو ١٨ کسان په داسې کې ووژل چې گڼ شمیر کورنۍ میرزا اولنگ نه د وتلو په حال کې وې.

اداره وايي په میرزا اولنگ کې قتل عام د نړي والو قوانینو خلاف ورزي ده او په جنگي جرمونو کې شمیرل کیدی شي.

د یوناما مشر تدامیچي یماموتو غوښتنه وکړه چې په دغه "قتل عام او جرمونو" کې د ککړو کسانو احتساب دې و شي.

د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد په سمدستي ډول د ملگرو ملتونو رپورټ رد کړو او وې ویل د طالبانو په اړه د "دروغو دعوې" او "بې بنیاده" الزامات لگول شوي.

طالب ترجمان وویل په میرزا اولنگ کې طالبانو ٢٨ حکومت پلوه مسلح جنگیالي وژلي دي، هلته څوک ملکي کسان نه وو او نه ورسره د داعش وسله وال ملگري وو.

داعش په میرزا اولنگ کې د ٥۴ شیعه مسلمانانو د وژلو دعوه کړي وه.

په دې موضوع کابل نه د وي او ای ډیوه خبریال حق روان رپورټ هم اوریدی شئ:

XS
SM
MD
LG