لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سپرلي په موسم کې په افغانستان کې جگړه زیاتیدی شي، ملگري ملتونه وايي


په افغانستان کې په روایتي توگه د ژمي په موسم کې په جنگ کې کمی کیږي ځکه چې په غرونو د واورو له کبله د وسله والو تگ راتگ مشکل وي خو افغان مامورین او عسکري کمانډران وايي په کال ٢٠١٥ کې د معتدل ژمي په وجه جگړه کې کمی نه وو لیدلی شوی
په افغانستان کې په روایتي توگه د ژمي په موسم کې په جنگ کې کمی کیږي ځکه چې په غرونو د واورو له کبله د وسله والو تگ راتگ مشکل وي خو افغان مامورین او عسکري کمانډران وايي په کال ٢٠١٥ کې د معتدل ژمي په وجه جگړه کې کمی نه وو لیدلی شوی

د ملگرو ملتونو یو لوړ رتبه چارواکي تشویش څرگند کړی دې چې په افغانستان کې د سپرلې د موسم په پیل کیدو په هیواد کې جگړه زیاتیدی شي او په جنگ ځپلې هیواد کې ترهگرۍ د مخنیوي دپاره پکار ده چې په سیمې کې موجود ملکونه د یو بل سره همکاري او مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو نمائنده نکولس هیسم د اتوار، یک شنبې، په ورځ په کابل کې ترهگرۍ د مخنيوي په اړه یوې غونډې ته وویل د امنیت په اتبار افغانستان اوس هم د ملکي او خارجي ډلو د لاسه د کړکیچنې فضا سره مخامخ دی.

ښاغلي هیسم وویل په داسې محال چې د سپرلي موسم شورو شوی دی د افغانستان کړکیچنه فضا کې د جنگ په فعالیتونو کې اضافه کیدی شي.

د کوم هیواد د نوم اخیستلو بغیر، نکولس هیسم وویل په افغانستان کې ځيني فعاله ترهگرو ډلو ځالې او مرکزونه د هیواد نه بهر موجود دي خو د ټولې سیمې دپاره خطر راولاړوي.

په افغانستان کې په روایتي توگه د ژمي په موسم کې په جنگ کې کمی کیږي ځکه چې په غرونو د واورو له کبله د وسله والو تگ راتگ مشکل وي خو افغان مامورین او عسکري کمانډران وايي په کال ٢٠١٥ کې د معتدل ژمي په وجه جگړه کې کمی نه وو لیدلی شوی.

په افغانستان کې د سولي دپاره د افغان حکومت د کوښښونو په اړه نکولس هیسم وویل وسله وال مخالفین په سیاسي عمل کې د شاملولو دپاره د حکومت هسې د ستائنې وړ دي. هغه وویل د امن په بهیر کې د ناشاملیدونکو ډلو خلاف د حکومت د پوځي قوت د استعمالولو اقدام هم د ستائنې وړ دی.

نکولس هیسم وویل په افغانستان کې موجوده حالات سیمه ایزه مسله ده چې افغانستان یوازې په خپل سر نشي حل کولی.

افغان مامورین د ډیر وخت راهسې وایي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې میشته دی او د هغه ځائې څخه په افغانستان کې د تشدد رهنمائي کوي. تیره هفته د افغانستان د استخباراتو مشر پارلیمنټ ته وویل پاکستاني استخباراتي اداره په فعاله توگه د طالبانو ملاتړ کوي خو اسلام اباد دا خبرې ردوي.

طالبانو تر دا وخت د سولي په بهیر کې د شاملیدو نه انکار کړی دی او ویره ده چې که چرې په تشدد کې اضافه کیږي نو د پاکستان او افغانستان تعلقات به د تاوتریخوالي ښکار شي.

خو نکولیس هیسم وویل په افغانستان کې د امن دپاره د سیمه ایزو هیوادونو ترمنځ همکاري او مفاهمت ضروري دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG