لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه افغانستان کې د ملکي کسانو د وژل کیدو د رپورټونو جاج اخلي


Teyr û Balindeyên Per Nexşîn li Herêma Wanê
Teyr û Balindeyên Per Nexşîn li Herêma Wanê

ملگري ملتونه د هغه رپورټونو جاج اخلي چې په ورستیو ورځو کې په شمالي افغانستان کې گڼ شمیر ملکي کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر یوناما ترجمان وي او ای ته د گل، دوشنبې، په ورځ وویل ادارې د هغه رپورټونو په ترڅ کې تحقیقات شروع کړې دي چې د افغانستان په سرپل ولایت کې ملکي کسان وژل شوي دي.

په سرپل کې ځايي چارواکو ویلي طالبانو د خالي، شنبې، په ورځ په میرزا اولنگ کلي حمله وکړه، گڼ شمیر کورونو ته يي اور واچولو او د ۴٠ نه زیات ملکي کسان يي وول چې پکې زنانه او ماشومان هم شامل وو.

د وژل شوو کسانو تعلق د شیعه ټولنې سره و او ویل کيږي چې د ځینې خلکو سرونه قلم کړی شوي وو.

میرزا اولنگ کلی د سرپل په سید ولسوالۍ کې موجود دی چرته چې د افغان امنیتي ځواکونو او د داعش وسله والو ترمنځ نښتې هم شوي دي.

طالبانو د افغان مامورینو دا خبرې رد کړې چې د میزا اولنگ په قتل عام کې ددوي لاس دی.

ځینې افغان مامورینو ویلي داعش او طالبانو په شریکه په امیرزا اولنگ کلي حمله کړې ده.

په کابل کې افغان مامورینو ویلي سیمې نه طالبانو د ویستلو دپاره اضافي ځواکونه لیږل شوي دي.

یوناما ویلي په افغانستان کې په تشدد کې اضافه شوي ده چې زیات نقصان پکې ملکي کسانو ته رسي.

یوناما ویلي د سږ کال په وړمبو شپږو میاشتو کې جگړې دلاسه ١٧٠٠ ملکي کسان وژل شوي او ٣٦٠٠ نور زخمیان شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG