لاس رسیدونکی لینک

افغانستان کې د امن و امان صورتحال بدتر شوی، ملگري ملتونه وايي


د ملگرو ملتونو افغانستان دپاره استازې په داسې حال کې وینا کوله چې څو گنټې وړاندې د سرښار کابل سره نزدې د باگرام په هوائي مرکز کې د ځانمرگي برید په نتیجه کې د نیټو شپږ عسکر وژل شو

افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو استازي سکیورټي کاونسل ته خپله وینا کې ویلي افغانستان کې د امن و امان صورتحال کې په مجموعي توگه خراب شوی دی او د هیواد د امنیتي ځواکونه مورال یا حوصله پورته کولو ته اړتیا لري.

د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته د گل، دوشنبې، په ورځ خپله وینا کې نکولس هیسم ویل پکار ده چې افغان امنیتي ځواکونو انتظام او د وړلو راوړلو سهولتونه يي هم بهتر کړی شي.

نکولس هیسم د افغانستان په سیاسي مد کې هم د پرمختگ غوښتنه وکړه او وې ویل د ملي یوالي حکومت ته پکار ده چې په راتلونکې کال کې خپل فعالیت ثابت کړي.

"افغانستان ته پکار ده چې په سیاسي طریقه د امن لار لټوي،" ښاغلي هیسم سکیورټي کاونسل ته ویل.

د ملگرو ملتونو افغانستان دپاره استازې په داسې حال کې وینا کوله چې څو گنټې وړاندې د سرښار کابل سره نزدې د باگرام په هوائي مرکز کې د ځانمرگي برید په نتیجه کې د نیټو شپږ عسکر وژل شو.

یو کال وړاندې د امریکې په مشرۍ کې د نیټو فوجي ائتلاف افغانستان کې خپل جنگي مشن سر ته رسولی دی او د هیواد د امنیت ذمه وارۍ افغان ځواکون خپلو لاسو کې اخیستې دي.

تیره هفته امریکې د دفاع وزارت، پینټگان، خپل یو رپورټ کې ویلي وو افغان امنیتي ځواکونه غیر متوازن صلاحیت لري او زیاتره په دفاعي پوزیشن کې پراته دي. رپورټ کې ویل شوي وو چې د افغان امنیتي ځواکونو په تلافاتو کې ٢٧ فیصد اضافه شوي ده.

د کال ٢٠٠١ د اکتوبر په میاشت کې افغانستان کې د فوجي کاروائي شورو کیدو راهسې هیواد کې ١٨٠٠ امریکائي عسکر وژل شوي دي.

باگرام کې په وژل شوو نیټو عسکرو کې د نیویارک ښار د پولیس پخوانی افسر هم شامل وو.

طالبانو د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې او دعوه يي کړې چې حمله کې يي ١٩ عسکر وژلې دي. خو تجزیه کار وايي طالبان په عامه توگه حملو کې نورو ته د زیاتو تلافاتو اړولو دعوې کوي.

امریکې د فاع وزیر ایش کارټر د حملې په اړه ویلي دا افغانستان کې امریکائي عسکرو دپاره موجود خطرات په ډاگه کوي.

وائټ هاوس هم د حملې غندنه کړې او دا يي بزدلانه برید بولی. وائټ هاوس ویلي د افغان اولس او د افغان حکومت ملاتړ به جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG