لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس سره الحاق دپاره د کرائیمیه د ریفرینډم تیاری


کرائیمیه کې ترکن النسل تاتار مسلمانان سېمه کې د روسي پوځي مداخلت خلاف احتجاج کوي. د مظاهره چیانو په لاسونو کې پورته کړی شوی بینر وايي کرائیمیه د کرائیمیه د تاتارو وطن دی
کرائیمیه کې ترکن النسل تاتار مسلمانان سېمه کې د روسي پوځي مداخلت خلاف احتجاج کوي. د مظاهره چیانو په لاسونو کې پورته کړی شوی بینر وايي کرائیمیه د کرائیمیه د تاتارو وطن دی
د کرائیمیه د انتخاباتو کمیشن مشر ویلي د راتلونکې اتوار په ورځ روس سره د الحاق د پاره کیدونکې ریفرینډم تیارۍ روانې دي. هغه په ټولو ووټرانو غږ کړی چې انتخاباتو کې دې برخه واخلي.
میخائلو میلشیو وویل د کرائیمیه د خپلواکه ریاست ټول ووټران ریفرینډم کې د برخه اخېستو حق لري او په دې لړ کې هیڅ خنډ هم مخه نشنې نیولی.
روسي ځواکونو په کرائیمیه خپل گرفت مظبوط کړی او چارواکو د ماسکو سره د یوځائې کیدو خپله منصوبه په وړاندې بیائي.
بلخوا د یوکرین موقتي وزیراعظم ویلي د هیواد "یو سینټې میټر" برخه به هم چا ته نه ورکوي. وزیراعظم ارسني یټسنیک کییو کې د یوکرین قامي شاعر تراس شیوشنکو د ٢٠٠ زیږیدنې دستورې ته وینا کوله.
د یوکرین موقتي وزیراعظم به د شورو په ورځ واشنگټن کې د صدر براک اوباما سره لیده کاته کوي او د کرائیمیه په موضوع به خبرې اترې کوي. د کرائیمیه جزیره نما د یوکرین په جنوب کې د اکثریتي روسي النسل خلکو سیمه ده.
د روس یو قانون ساز ویلي که چرې د مارچ په ١٦ مه نیټه کرائیمیه کې ووټ اچونکې ماسکو سره د الحاق په حق کې رائې ورکړي نو روس د سیمې د صنعتونو د بیا بحالۍ دپاره د یو ارب ډالرو نه زیاتې پېسې مختص کړې دي.
د جرمني چانسلرې اینگلا مرکل د روس صدر ولادیمیر پوټن ته د اتوار په ورځ په ټیلې فون خبرو کې ویلي د کرائیمیه د ائنده په هکله کیدونکی ریفرینډم غیرقانوني دی او د یوکرین د ائین خلاف ورزي ده.
خو صدر پوټن کرائیمیه کې یوکرین نه د بیلتون دپاره د هلو ځلو دفاع کړې او ویلي يي دي چې دا د نړي وال قوانینو سره سمی خوري. او د کرائیمیه د پارلیمنټ سپیکر ویلي کرائیمیه کې موجود د یوکرین عسکر دې یا خو سیمه پریښدي او یا دې یوکرین سره د وفادارۍ نه لاس په سر شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG