لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یوکرین موقتي مشرانو خصوصي پولیس تحلیل کړو


د کریمیا پارلیمنټ د یوکرین په صورتحال غور کوي
د کریمیا پارلیمنټ د یوکرین په صورتحال غور کوي
د یوکرین مغرب پلوه موقتي مشرانو د هیواد هغه خصوصي پولیس دستې تحلیل کړې دي چې د پخواني صدر وکټر یونوکویچ خلاف مظاهره چیانو باندې پرې د خونړۍ حملو الزامات لگول شوي وو.
د کورنیو چارو موقتي وزیر ارسن ایواکو د شورو په ورځ په فیس بک یو بیان کې وویل د برکوت په نوم د اړې گړې د مخنیوي دپاره د خصوصي پولیس د تحلیل کولو احکامات يي لاس لیک کړې دي. په خصوصي پولیس باندې حکومت مخالف احتجاجونکو د وهلو او ډزو الزامات لگول شوي وو.
تیره هفته تشدد کې په درځنونو خلک وژل شوي وو.
د احتجاجونو په ترڅ کې وکټر یونوکویچ او د هغه ائتلافیان د اقتدار په پریښودو او تښتیدو مجبور شوی دی. د لرې شوي صدر دگرفیتارۍ احکامات جاري کړی شوي دي خو د هغه در درک لا نه دی معلوم.
د یوکرین حکومت خلاف مظاهرې پس د هغې شورو شوي چې یونوکویچ د یورپي یونین لخوا د تجارت معاهده رد کړه او ددې په ځائې يي د روس لخوا اقتصادي امداد قبول کړو.
اوس خدشات راپورته شوي چې د ۴٦ میلینه خلکو دا هیواد به روس پلوه او پورپ پلوه برخو کې ویشلی شي خو امریکائي او برطانوي چارواکې د هیواد په شرق او غرب کې د تقسیمیدو امکان ردوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG