لاس رسیدونکی لینک

یوکرین اضافي ځواکونه طلب کړې دي


صدر اوباما وویل د مسلې د حل مناسبه طریقه د یوکرین حکومت او نړي والو څارنکارانو سره نیغ په نیغه خبرې اترې کولو کې دی
د روس پارلیمنټ لخوا کریمیه کې د عسکرو پرځائې کولو د منظورۍ ورسته، یوکرین د خپلو ځواکونو امدادي دستې طلب کړې دي.
د یوکرین د امنیت مشر اندری پروبي د اتوار په ورځ ویلي اضافي دستې يي د هیواد امنیت او سیمه ایز یو والی یقیني کولو دپاره متحرک کړی شوي دي.
د امریکا صدر براک اوباما د خالي په ورځ د روس صدر ولادیمیر پوټن سره یوه نیمه گنټه په ټېلې فون خبرې وکړي او سپېنې ماڼۍ په قول ورته يي یوکرین کې په روان صورتحال خپله اندیېمني څرگنده کړه.
د چارواکو د وینا ترمخه، صدر اوباما د روس صدر ته وویل چې روس په واضحه ډول د یوکرین د خپلواکۍ او د نړي وال قانون سرغړونه کړې ده.
صدر اوباما وویل سږ کال د روس سوچي ښار کې د جې ایټ هیوادونو د سر مشرانو غونډې د تیارۍ په لړ کې لیده کاته کې به امریکائي چارواکې برخه نه اخلي.
د روسي خبرې ادارو ترمخه، صدر پوټن براک اوباما ته وویل روس کریمیه او ختیز یوکرین کې د روسي نژاد شهریانو د تحفظ حق محفوظ لري.
صدر اوباما وویل د مسلې د حل مناسبه طریقه د یوکرین حکومت او نړي والو څارنکارانو سره نیغ په نیغه خبرې اترې کولو کې دی.
XS
SM
MD
LG