د یوکرین چارواکو ویلي د هیواد په ختیز کې روس پلوه باغیانو د یوکرین ځواکونو په مورچو د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ډز بندۍ پرځائې کیدو ورسته بمباري کړې ده چې د امن د لوظنامې خلاف ورزي ده.
د یوکرین د امیني ځواکونو مشر ویلنیټن نیلیوائنچېنکو ویلي په لوهانسک سیمه کې د روس کوساک ځواکونه د بمبارۍ ذمه وار دي. هغه وویل په دې لړ کې تحقیقات شورو کړی شوي دي.
د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ د یوکرین ددغه دعوې پرته ختیز یوکرین د حکومتي ځواکونو او باغیانو په منځ کې په محاذ زیاتره خاموشي ده.
د امن لوظنامې ترمخه د یوکرین صدر پیټرو پورو شینکو د خالي په نیمه شپه خپلو ځواکونو ته د ډزبندۍ حکم وکړو.
یوکرین کې د امن دپاره د ډزبندۍ معاهده تیره هفته د بیلا روس ښار منسک کې جرمني، روس، فرانس او یوکرین د استازو ترمنځ ترلاسه شوه.
ډز بندۍ کې وویل شوي وو چې د یوکرین او روس پلوه باغیان به د جنگ د محاذ نه پشا کیږي او د ډزبندۍ احترام به کوي.