لاس رسیدونکی لینک

روس سره الحاق دپاره د کرائمیه ریفرنډم


د کرائمیه تاتار مسلمانانو استنبول کې د روس خلاف احتجاج
د یوکرین په کرائمیه جزیره نما کې د اتوار په ورځ روس سره د سېمې د الحاق دپاره ووټونه اچول کیږي او رپورټونه وايي په رائې څرگندونه کې په گڼه شمیره کې روسي نژاد خلک برخه اخلي خو د کرائمیه تاتار مسلمانان چې روس سره د یوځائې کیدو مخالفت کوي په ریفرنډم کې برخه نه اخلي.
ریفرنډم نه یوه ورځ وړاندې روس د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کونسل کې هغه قرارداد ویټو کړو چې د نړي والې ټولنې نه يي غوښتنه کوله د ریفرنډم نتائج دې ونه منلی شي.
دا خبره د وړاندې نه تسلیمیږي چې ریفرنډم کې به اکثریت خلک روس سره د یوځائې کیدو په حق کې رائې ورکړي. د کرائمیه اکثرتي ابادې روسي ژبه ویونکې روسي نژاد دي.
د کرائمیه تاتار مسلمانان ریفرنډم کې برخه نه اخلي او روس سره د سېمې د الحاق مخالفت کوي.
تاتار د تیرو څو پیړیو راهسې کرائمیه کې میشته دي. د دویم جنگ عظیم ورسته د روس سټالن تاتار د کرائمیه نه د جرمني نازیانو سره د ملاتړ په الزام ملک بدر کړل او د منځنۍ ایشیا مختلفو ریاستونو کې وویشل.
د ١٩٨٠ په لسیزه کې او بیا کال ١٩٩١ کې د سویت یونین د ماتیدو ورسته مسلمانان کرائمیه ته ستانه شول.
روس وايي کرائمیه کې د روسې نژاد خلکو د تحفظ حق لري.
د کرائمیه یوه تاتار اوسیدونکې لیله مسلیمیوه وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي تاتار مسلمانانو د ریفرنډم نه بائیکاټ کړی دی او د خلکو د رائې اچونې د پاره په لارو کوڅو کې پولنگ سټیشنې جوړې کړی شوي دي.
XS
SM
MD
LG