لاس رسیدونکی لینک

یوکراېن کې د ډزبندۍ لوظنامه شوی


Ukraine

د یوکراېن، روس، جرمني او فرانس مشران د ډیر وخت د خبرو اترو وروستو په شرقي یوکراېن کې په ډزبندۍ راضي شوي. چې ورسره به په دغه سېمه کې د څو میاشتو راهسې روانه جګړه اودرېږي. د روس پلوه یاغیانو او یوکراېن عسکرو په دغه جګړه کې په زرګونو کسان وژل شویدي.

د بېلاروس په سرښار مېنسک کې د شپاړسو ګهنټو د خبرو اترو وروستو د ډزبندۍ دغه اعلان اوشو او دغه لوظنامه به د اتوار د ورځې نه عملي کېږي

د روس صدر ولادي مېر پوټن د دغې لوظنامې ورستو وېلي ټولې ډلې په خبرو اترو کې په مهمو ستونزو راضي شوي. او د یوکراېن صدر پېټرو پوروشېنکو د دغې لوظنامې هرکلې کړې.

ښاغلي پوروشېنکو وېلي د ښالي او اتوار د ورځې د دغه اوږدو خبرو اترولویه ګټه دا ده چې دا ډزبندي د ټولو لخوا ده او پدې کې څه شرطونه نشته. د رپورټونو تر مخه روس پلوه یاغیان څوک چې پدی خبرو اترو کې نېغ په نېغه نه دی شامل هم دغه لوظنامه منلې ده.

امریکا هم د دغې لوظنامې هر کلې کړی او دغه ېې د یوکراېن د خودمختارۍ او په شرقي یوکراېن کې د امن لپاره یو مهم ګام بللې. د سپېنې مانړۍ لخوا جاري شوي یو بیان کې د جرمني چانسلرې اېنګلا مېرکل او د فرانس صدر فرانسوا اولېنډ د کوششونه ستاېنه شویده. پدغه بیان کې په روس دا غږ هم شوېدې چې د یاغیانو مرسته دی پریږدي او د شرقي یوکراېن نه دی خپل پوځ او پوځي سامانونه واپس کړي.

XS
SM
MD
LG