لاس رسیدونکی لینک

يوکرين : پوځ سره جهگړه کې ۳۰ بيلتون خوښي وژل شوي


د گل په ورځ د باغيانو لخوا په هوائي ډگر د بريد وروستو حکومتي ځواکونو د دويې په ضد د جيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو د لارې عمليات کړي دي .
د راپورونو ترمخه د يوکرين په ختيزښار دونتسک کې د پوځ سره جهگړه کې لږ تر لږه ۳۰بيلتون خوښي باغيان وژل شوي دي ، دونتسک ښار کې دغه جهگړه د گل په ورځ تر د ماښامه پورې په هغه مهال شوې ده ، چې بيلتون خوښو باغيانو په هوايي ډگر حمله کوله ، او حکومتي ځواکونو يې په ضد فضائي عمليات کړي دي .
د خبري ادارې ای پي ترمخه يو باغي چې خپل نوم يې نه دی ښائيلی ، وئيلي يي دي چې د جهگړې په نتيجه کې د وژل شوؤ ۳۰ کسانو مړي يي په يو ټرک کې د روغتون مخې ته راوړلي دي .
د يوکرين په ختيز کې د يو ملين ابادۍ والا دونتسک ښار کې د گل په ورځ د باغيانو لخوا په هوائي ډگر د بريد وروستو حکومتي ځواکونو د دويې په ضد د جيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو د لارې عمليات کړي دي .
د يوکرين په ختيز کې دغه عمليات يوه ورځ وروستو له هغې شوي ، چې په هيواد کې ترسره شوؤ ټاکنو کې پيټرو پروشينکو د اتوار په ورځ د خپلې گټې ادعا کړې ده . او د غير سرکاري نتيجو ترمخه ارب پتي پيټرو پروشينکو په صدارتي ټاکنو کې په غټ اکثريت گټه ترلاسه کړې ده .
د يوکرين نوي جوړيدونکي ممکنه صدر پيټروپرشينکو وئيلي چې د ترهگرو سره به نور مذاکرات نه شي کولی ، او نوموړي دغه اشاره د هيواد په ختيز کې روس پلوه بيلتون خوښو باغيانو پله کړې ده .
پروشينکوـ بيلتون خوښي ٫٫ صومالي قزاقان ٬٬ بللي او وئيلي يي دي چې د دغو ٫٫ قاتلانو او ترهگرو ٬٬ په ضد به پوځي عمليات کولی شي . نوموړي زياته کړې چې د ترهگرو په ضد عمليات به په مياشتو کې نا ، بلکې دا به په ساعتونو کې ترسره کړی شي .
هغه وئيلي چې د عام اولس سره د خبرو اترو د لارې امن راتلی شي ، او وسله به يواځې د قاتلانو په ضد کارولی شي .
نوموړي دا هم وئيلي چې د روس سره د خبرو اترو عمل بيا پيل کول غواړي ، او د روس خارجه وزير د دې خبرې هرکلی کړی او وئيلي يي دي چې د يوکرين سره د خبرو موقع د لاسه ورکول نه دي پکار .
پلازمينه کيئف کې د گل په ورځ پروشينکو هيله څرگند کړې وه ، چې د روسي مشرانو سره د جون په مياشت کې ليده کولی شي ، او د هغه په وينا د هيواد په خيتزو علاقو کې د امن په ځايي کېدو لړ کې د ماسکو گډون ضروري دی .
راپورونه وايي چې دونتسک کې يو باغي مشر وئيلي ، چې هغه د پروشينکو سره خبرو ته تيار دي ، خو که چرته د هغه مقصد د قيديانو خوشي کولو سره د ختيز يوکرين نه د پوځ واپس کول وي .
هلته بيا د امريکې خارجه وزير جان کيري وئيلي چې د يوکرين په ټاکنو کې په غټه کچه د خلکو برخه اخيستل د دې خبرې غمازي کوي ، چې د يوکرين اولس په جمهوريت کې پاتې کيدل او د يورپ سره تړون غواړي .
XS
SM
MD
LG