لاس رسیدونکی لینک

دبرطانيي قیدخانو کې د مسلمان قیدیانو شمیره کې دوچنده اضافه


د برطانيي په قیدخانو کې د مسلمان قیدیانو ابادي کال ٢٠٠٢ کې اووه اشاریه اووه فیصد یا ٥٥٠٢ وه خو کال ٢٠١٣ کې دا شمیره ١١٧٢٩ یا ١۴ فیصد ته رسیدلې ده او ویره څرگندیږي چې قیدخانو کې د ځوانانو شمیره د زیاتیدو په نتیجه کې د مسلمان زندانیانو د ابادۍ دغه کچه مخ په زیاتیدو ده. زیاتره قیدیان د عامو جرمونو په الزام بندې دي
د برطانيي د انصاف وزارت یو رپورټ وايي په تیرو لسو کلونو کې د برطانيي په قیدخانو کې د مسلمان قیدیانو شمیره کې دوچنده اضافه شوې ده او دا وخت د هیواد په زندانونو کې ١٢٠٠ مسلمان قیدیان پراته دي.
د وزارت شماشمیرې ښائي د انگلینډ او ویلیز په زندانونو کې د مسلمان قیدیانو شرح څلور اشاریه اووه فیصد او په هرو اوو قیدیانو کې یو قیدي مسلمان دی.
په ځېنې جیلخانو کې د مسلمان قیدیانو دریو کې د یو د شرحې نه هم زیاته ده. د کیمبرج شیئر د کیټگري ای وائټ مور زندان کې بند ۴٣ فیصد قیدیان مسلمانان دي.
د برطانيي په قیدخانو کې د مسلمان قیدیانو ابادي کال ٢٠٠٢ کې اووه اشاریه اووه فیصد یا ٥٥٠٢ وه خو کال ٢٠١٣ کې دا شمیره ١١٧٢٩ یا ١۴ فیصد ته رسیدلې ده او ویره څرگندیږي چې قیدخانو کې د ځوانانو شمیره د زیاتیدو په نتیجه کې د مسلمان زندانیانو د ابادۍ دغه کچه مخ په زیاتیدو ده. زیاتره قیدیان د عامو جرمونو په الزام بندې دي.
د لندن په اي ایسس قیدخانه کې ٣۴ فیصد او فیلتم جیل کې ٣٣ فیصد قیدیان مسلمانان دي.
ماهرین وايي د پاکستاني او بنگله دیش نسل برطانوي شهریانو لویه شمیره په زندانونو کې پرته ده چې زیاتره پکې ځوانان دي چې د اکثرو عمرونه د ١٥ و نه واخلې تر د ٢٥ کلونو پورې دي.
برطانيه کې میشته وکیل او قانون پوهه بیرسټر اسلام وردگ زندانونو کې د مسلمانانو د لوې شمیرې په هکله وايي اکثر ځوانان د مختلف مذهبي او ثقافتي پس منظر په له امله د برطانيي په ټولنې کې ځانونه شاملولو کې د مشکل سره مخ کیږي او په دې کشمکش کې په نشو او جرمونو اخته شي.
رپورټ نه دا خبره نه ده څرگنده چې د برطانيي د قیدخانو د مسلمانانو په موجوده ابادۍ کې ایا هغه قیدیانو هم شامل دي چې د ترهگرۍ یا تندورۍ په لړ کې نیول شوي دي.
خو برطانيه کې میشته مسلمانانو کې د تندورۍ رجحاناتو په هکله وخت په وخت اندیښنې راپورته شوي دي. په ورستیو کې د شام په خانه جنگۍ کې د مسلمان ځوانانو د جنگیدو په هکله هم رپورټونه راغلې دي.
XS
SM
MD
LG