لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برطانيې د پارليمان سره نزدې په بريد کې پينځه تنه وژل شوي


له دې وړاندې بريد کوونکي د ويسټمنسټر پُل سره نزدې ګاډی په څو کسانو خېژولی ؤ.
له دې وړاندې بريد کوونکي د ويسټمنسټر پُل سره نزدې ګاډی په څو کسانو خېژولی ؤ.

د برطانيې د پارلیمان سره نزدې په بريد کې د مشکوک بريدګرپه ګډون لږترلږه پينځه کسان وژل شوي دي، چارواکي وايي دا ترهګر بريد دی.

د شورو په ورځ پارليمان وروستو له هغې وتړل شو چې يو بریدګر په چاکو باندې په پوليس افسر حمله وکړه، برید کوونکی وروستو نورو سرتېرو د پارليمان په مېدان کې ویشتی دی.

له دې وړاندې بريد کوونکي د ويسټمنسټر پُل سره نزدې ګاډی په څو کسانو خېژولی ؤ.

د لندن مېټرو پوليس د ترهګرۍ په ضد عمليات کوونکو پولیس مشر مارک رولي، " زمونږ په خيال مونږ پېژنو چې بريد کوونکی څوک ؤ" هغه ويلي پوليس په دې باور دي چې بريد کوونکی د نړيوالو ترهګر بريدونو نه متاثره ؤ، هغه ويلي چارواکي دې ته نه دي تيار چې د بريدګر نوم ښکاره کړي .

نوموړي خبريالانو ته ويلي چې د بريدګر د پېژندګلو په اړه دې افواګانې نه خپروې.

پوليس مشر دا هم نه دي ويلي چې وژل شوو او ژوبلو کې بهر ملکي هم شامل دي، ولې رولي ويلي بريدکې وژل شوی پوليس افسر ۴۸ کلن کيتهـ پالمر ؤ.

هغه ويلي ټول پينځه تنه د بريدګر په ګډون حمله کې وژل شوي دي. هغه ويلي د پوليس بشمول نزدې ۴۰ کسان ژوبل شوي او پوليس په مرګوني حالت کې دي. هغه ويلي د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.

رولي ويلي برطانيه کې نړيوال ګواښونه بدل شوي نه دي، په ټول ملک او د ګڼې په ځايونو کې به اضافي پوليس په ځای کولی شي.

د برطانيې وزيراعظمې تهريسامی د شورو/چهارشنبې په ورځ ناوخته په ټيلي ويژن وينا کې بريد ته "ناروغه او ناکاره" ويلي دي، هغې ويلي دا به د لندن په زړه کې د خلکو عادي ژوند او کارونه اغېزمن نه کړي.

نوموړې هغه پوليس افسرستايلی چې د بريدګر مخه يې نيولې ده.

هغې ويلي دغه د تشدد او ترهګرۍ بريدونه به د برطانيې خلک ونه ويروي، هغې دا هم ويلي چې د زيارت په ورځ به د پارليمان غونډه د معملو مطابق کيږي.

هغې ويلي، ټول به يو ځاې مخ په وړاندې ځو نه ترهګرۍ او نه د کرکې د اواز پورته کېدو غږ وکړو.

پارليمان وروستو د هغې بند کړی شو چې بريد کوونکي په پوليس افسر د چاکو ګوزارونه وکړه او بل پوليس افسر هغه د پارليمان په مېدان کې وويشتو، ژوبل پوليس وروستو ژوند د لاسه ورکړی دی. د ويسټمنټسرپُل سره نزدې د ګاډي په خلکو باندې خېژولو کې لږ ترلږه دوه کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي .

يو پوليس افسر وي او ای ته ویلي دوي باوري دي چې بریدګر يو ؤ ولې بريد د درې اړخونو نه شوی دی.

سپينې ماڼۍ ويلې امریکايي صدر ډونلډټرمپ د برطانيې وزيراعظمې تهريسامی سره خبرې کړي او هغې ورته د لندن حال ویلی دی.

د سپينې ماڼۍ وياند شان سپايسر ویلي، مونږ په حقيقت کې د ويسټمنسټر د برید غندنه کوو کوم ته چې برطانيه ترهګر برید ویلی دي.

د امريکې د کورني امنيت ادارې ویلي د برطانيې د چارواکو سره په تماس کې دي او د امریکې په کورني امنيت کې څه بدلون نه دی راغلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG