لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر او امارات افغانستان ته خپل عسکر استوي


قطر او عرب امارات وايي دوي د ناټو د سوري د لاندې افغانستان ته خپلو پوځيانو استولو ته تیار دي.

د قطر او امارات افغانستان ته د عسکرو لیږلو دغه فېصله تېره هفته په برسلز کې د ناټو اېتلاف د خارجه وزيرانو په غونډه کې کړې ده.

د ناټو دفتر وي او ای ډیوه ته په یو اي میل یا بریښنالیک کې د دغې خبر پخلی کړی او پکې ویل شوي چې دغه پریکړه تیره اونۍ په برسلز کې د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې شوې ده.

په دغه ځواب کې د ناټو سیکتر سټولټنبرګ لخوا د قطر او عرب اماراتو د دغه فیصلې هرکلی شوی او ویل شوي چې د دغې سره به د افغانستان حکومت او اولس ته د ناټو په شمول د نورې نړۍ مرستې هم ترلاسه شي.د ناټو لخوا په دغه اي میل کې وړاندې ویل شوي د قطر او اماراتو عسکر به د ناټو عسکرو د سوري لاندې د افغان عسکرو د تربېې په لړ کې کمک کوي.

تیره اونۍ د دغې اعلان وروستو د ناټواېتلاف مشر ين سټولټن برګ د قطر او عرب اماراتو ددغې فېصلې هرکلی کړي او ويلي دي د دوي عسکر د دې جوګه دي چې د افغانستان په امنيت کې لاس وکړي او دا د افغانستان سره د نړيوالو مرستو يو ښکاره نخښه ده.

د اېسوسي اېټډ پرېس سره دمرکې په وخت د ناټو مشر سټولټن برګ ويلي هيله من دی چې په کال ۲۰۱۸ م کې به ورسره په افغانستان کې ډېر ځواکونه وي.نوموړی وايي نورو هېوادونو هم ورسره ژمنې کړي چې افغانستان ته به خپل عسکر ورلېږي.

افغان حکومت هم د قطر او عرب اماراتو لخوا د خپلو عسکرو ورلېږلو فېصله ستاېلې ده. دا لومړی ځل دی چې عرب هيوادونه به افغانستان ته عسکر استوي.

دا فېصله په داسې وخت شوې چې ناټو اېتلاف په افغانستان کې دخپلو عسکرو شمېره د ۱۳۰۰۰ نه ۱۶۰۰۰ ته زياتول غواړي چې په دغه جنګ ځپلي هېواد کې د افغان عسکرو د تربيت کار نور پېاوړی شي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG