لاس رسیدونکی لینک

کابل : امريکې او برتانيي هلمند کې خپلې پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلي


په هلمند کې مېشت امريکايي بحري ځواکونو د بوسټن په نوم خپل پوځي کېمپ افغان ځواکونو ته سپارلی دی .

د افغانستان په هلمند صوبه کې امريکايي او برتانوي ځواکونو خپلې پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلي دي ، امريکايي ځواکونه د هلمند په بوسټن کېمپ او برتانوي ځواکونه د بيسچن په نوم اډه کې مېشت وو .

په هلمند کې د امريکايي او برتانوي ځواکونو د اډو پرېښودو مراسم نن د اتوار په ورځ ترسره شوي ، او د امريکې او برتانيي د چارواکو سره پکې افغان چارواکو هم گډون کړی دی .

په کال ۲۰۰۱ کې چې کله امريکې په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې په ضد عمليات پيل کړي وو ، نو برتانيي خپل ځواکونه افغانستان ته رالېږلي وو، او له ٢٠٠٦ کال راهسې د هلمند د بيسچين په پوځې اډه کې مېشت وو .

راپورونه وايي ، په کال ۲۰۰۶م کې په هلمند کې د برتانيې نزدې ۱۰۰۰۰ پوځي عسکر موجود وو ، او دوه کاله مخکې بيا افغان ځواکونو ته د سيمې د امنيت سپارلو وروستو دغلته نزدې ۲۵۰۰ برتانوي عسکر پاتې شوي وو .

افغانستان کې د ۱۳ کلونو په جگړه کې د برتانيي ۴۵۳ عسکر وژل شوي او گڼ شمېر نور ژوبل شوي دي .

راپورونه وايي په هلمند کې مېشت امريکايي بحري ځواکونو د بوسټن په نوم خپل پوځي کېمپ افغان ځواکونو ته سپارلی دی .

د برتانيي د دفاع وزير مائيکل فالن وئيلي ، دويي وياړي چې افغانستان کې د خپلو ماموريتونو د ختمولو اعلان کوي ، او زياته کړې يي ده افغانستان کې يي د موجودگۍ په مهال افغانانو ته د ښه راتلونکې موقعه ورکړې ده . نوموړي دا هم وئيلي ، برتانيا د خپل تاريخ اوږد جنگ ختموي ، او زياته کړې يي ده برتانيه به د افغانستان سره همکارو ته دوام ورکوي .

په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو مشر بريدمن راب تهامسن وئيلي ، افغان ملي ځواکونه اوس د دې جوگه شوي دي ، چې په ښه توگه امنيتي چاري په مخه وړلی شي .

د هلمند والي جنرال محمدنعيم د برتانوي ځواکونو شکريه ادا کړې ، چې په هلمند کې يي د بيا رغونې او امنيت په لړ کې ډېر کارونه ترسره کړي دي .

د مراسمو په مهال د اېساف جنرال ډانيال ډي يوو ووئيل ، چې په سيمه کې د امريکايي پوځي کېمپ افغان ځواکونو ته سپارل د سيمې پرمختگ دی .

راپورونه وايي ، په هلمند کې نړيوالو ځواکونو ۱۴۳ امنيتي پوستې جوړې کړې وې ، چې ۹۱ يي وړاندې افغان ځواکونو ته سپارلې ، او پاتې نورې به هم ډېر زر حواله کړي .

د راپورونو ترمخه د کال ۲۰۰۱ څخه په هلمند ترسره شوؤ جهگړو کې ۹۵۲ بهرني عسکر وژل شوي ، چې د زياترو تعلق پکې د برتانيي او امريکې سره وو .

XS
SM
MD
LG