لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق : دولت اسلامي باندې بمباري ، چاؤدنو کې ۲۰ کسان وژل شوي


 امريکايي الوتکو د شام پولې ته نزدې د عراق په يوه علاقه باندې بمباري کړې ، چرته چې د دولت اسلامي د مشرانو غونډه روانه وه .
امريکايي الوتکو د شام پولې ته نزدې د عراق په يوه علاقه باندې بمباري کړې ، چرته چې د دولت اسلامي د مشرانو غونډه روانه وه .

امريکايي چارواکو وئيلي د امريکې ځواکونو د عراق د موصل ښار سره نزدې د خالي په ورځ د دولت اسلامي په کاروان باندې فضائي بمباري کړې ده ، او ځينې راپورونه وايي بمباري د دولت اسلامي د مشرانو په يوه غونډه باندې شوې ، خو دا پخلی نه دی شوی ، چې څوک پکې وژل شوي دي .

بل لور ته د عراق په پلازمينه بغداد او لوئيديز ښار رمادي کې د خالي په ورځ څو موټري بمي چاؤدنې شوي چې په نتيجه کې يي د پينځه عسکرو په گډون لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي .

د راپورونو ترمخه امريکايي الوتکو د شام پولې ته نزدې د عراق په يوه علاقه باندې بمباري کړې ، چرته چې د دولت اسلامي د مشرانو غونډه روانه وه .

عرب ټي وي چينلو ٫٫ الجزيره ٬٬ او ٫٫ الحدث ٬٬ وئيلي ، د عراق په القائم نومې علاقه باندې د خالي په ورځ شوې بمبارۍ کې ۱۲ کسان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي دي .

عېني گواهانو ٫٫ رائټرز٬٬ ته وئيلي چې بمباري په يو کور شوې او دغلته د دولت اسلامي د مشرانو اجلاس روان ؤ .

خو تراوسه دا نه ده په ډاگه شوې چې په دغې حمله کې د تندروه ډلې کوم مهم مشر وژل شوی ، عراقي چارواکو هم په دغو خبرونو خپل غبرگون نه دی څرگند کړی .

بل لور ته راپورونه د عراقي پوليسو د قوله وايي د خالي په ورځ بغداد او رمادي ښار کې شوؤ موټري بمي چاؤدنو کې زياته مرگ ژوبله د بغداد په شيعه اکثريتي علاقه الامين کې اوختې ، او اته کسان پکې وژل شوي دي .

د چارواکو په وينا د بغداد په شيعه اکثريتي ضلع عامل کې هم دوه موټري بمي چاؤدنې شوي ، خو په دغو پېښو کې د مرگ ژوبلې کره شمېره نه ده مالومه شوې .

د چارواکو په وينا د عراق د لوئيديزې صوبې الانبار په رمادي ښار کې يو ځانمرگي د بارودو ډک گاډی د پوځي چوکۍ نه تمبولی ، چې په نتيجه کې يې پينځه عسکر وژل شوي دي .

د سيمي يو پوليس افسر وئيلي ، د ځانمرگي بريد نه وړاندې په چوکۍ باندې تندلارو څو ماټرگولې وويشتې ، او بيا ځانمرگي د بارودو ډک گاډی په چوکۍ والوزوؤ .

د پېښې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې ، خو د عراق چارواکي او مطبوعات وايي چې دغه حملې د تندروه ډلې دولت اسلامي لخوا په تېر وخت کې د شوؤ کاروايانو سره ميلاويږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG