لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې دوه مشکوک ترهگر وژل شوي


پېښور کې په سکول د خونړي بريد وروستو بلوچستان کې هم د ترهگرو په ضد عمليات تُند کړی شوي دي
پېښور کې په سکول د خونړي بريد وروستو بلوچستان کې هم د ترهگرو په ضد عمليات تُند کړی شوي دي

د پاکستان بلوچستان صوبې امنيتي چارواکو وئيلي ، ژوب ضلع کې يي د عملياتو په مهال دوه مشکوک ترهگر وژلي او په غټه کچه وسله يي ترلاسه کړې ده .

د امنيتي چارواکو په وينا دويي ته د ترهگرو د موجودگۍ خبر ؤ ، او په هغې خبر يې د ژوب ضلعې په گوال اسماعيل زۍ علاقه کې يې په يو کور چهاپه ووهله ، او چې کله امينتي سرتيرې موقعې ته ورسېدل نو يو مشکوک ترهگر ځان پورې تړلي چاؤدېدونکي بارودي مواد والوزول .

امنيتي چارواکو وئيلي ، په دغه ځايي د عملياتو په مهال يو بل مشکوک ترهگر هم وژل شوی دی او د کور نه امنيتي ځواکونو ۵۰۰ ديسي ساخته بمونه ، ۲۰۰ کلو گرامه بارودي مواد او په غټه کچه وسله ترلاسه کړی شوې ده .

پېښور کې په سکول د خونړي بريد وروستو بلوچستان کې هم د ترهگرو په ضد عمليات تُند کړی شوي ، او د صوبې په کچلاک ، قلعه سېف الله او زيارت ضلعو کې په عملياتو کې امنيتي چارواکو د ۱۲ ترهگرو د وژنې او د دوه درځنو نه د زياتو د وژنې ادعاوې کړي دي .

راپورونه وايي بل لور ته ډېره بگټي ضلع کې د ملېشې د گاډو په کاروان د سړک غاړې ښخ بم چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوی او اووه نور ژوبل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG