لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي کې جگړه، ٢ عسکر، ٨ وسله وال وژل شوي


د خالي په ورځ دغه دوهمه پېښه ده ، چې امنيتي عسکرو ته پکې مرگ ژوبله اوختې ده
د خالي په ورځ دغه دوهمه پېښه ده ، چې امنيتي عسکرو ته پکې مرگ ژوبله اوختې ده
د پاکستان قبائيلي سيمي خيبر ايجنسۍ کې د خالي په ماښام وسله والو د پوځ په يو گاډي بريد کړی او د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمينځ نښته شوې ، چې پکې دوه عسکر او د يو کمانډر په گډون اته وسله وال وژل شوي دي .
د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي ايس پي ار لخوا مطبوعاتو په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د خيبرايجنسۍ په لنډي کوتل تحصيل کې د خالي په ماښام د ترهگروسره مقابله کې دوه عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي . او مقابله کې د يو کمانډر په گډون اته وسله وال وژل شوي دي .
د امنيتي سرچينو ترمخه د لنډي کوتل په حمزه بابا چوک کې وسله والو د ملېشې په گاډي وسله والو بريد کړی ، چې پکې د ملېشې دوه سرتيري وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی .
راپورونه وايي وسله والو سره په دغه مهال د ملېشې د ځواکونو نښته شوې ، او په جوابي ډزو کې اته وسله وال وژل شوي ، او په نښته کې ژوبل وسله وال هم نيول شوي دي .
د خالي په ورځ دغه دوهمه پېښه ده ، چې امنيتي عسکرو ته پکې مرگ ژوبله اوختې ده .
نن سحر په مومند ايجنسۍ د امنيتي ځواکونو په گاډي بمي چاؤدنه شوې ، او په هغې کې شپږ عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي ؤ . د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې پلازمينه اسلام اباد کې دوه بمي چاؤدنو کې يو کس وژل شوی او يو بل ژوبل شوی ؤ .

خيبرايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو باندې بريد ، مومند ايجنسۍ کې د عسکرو په گاډي بمي چاؤدنه او اسلام اباد کې دوه بمي چاؤدنې په داسې حال کې شوي ، چې په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د تيرو درېو ورځو راهسې د پاکستاني پوځ لخوا په تندروه وسله والو فضايي عمليات شوي ، او نزدې ۸۰ کسان پکې وژل شوي دي .
د عسکري سرچينو ترمخه شمالي وزيرستان کې درې ورځې وړاندې د تندوره وسله والو په پټو ځالو د جيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو په بمبارۍ کې د يوغير ملکي کمانډر په گډون پينځه وسله وال کمانډران وژل شوي دي .
سرچينې وايي په فضائي عملياتو کې ازبک کمانډر ابواحمد ، کمانډر قانوني ، د ځان مرگي بريدونو ماسټر مائينډ صابر ، کمانډر جهاديار او کمانډر گل مند وژل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG