لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : وسله والو د شيعه هزاره ورورولۍ دوه کسان وژلي


د سرچينو ترمخه وسله والو دغه کسان د بس نه کوز کړي او ډزې يې پرې کړي دي
د سرچينو ترمخه وسله والو دغه کسان د بس نه کوز کړي او ډزې يې پرې کړي دي
د پوليس چارواکو په وينا د کوئټې په سرياب روډ باندې نامالومه وسله والو د شيعه هزاره ورورولۍ سره تعلق لرونکي دوه کسان په ډزو وژلي دي ، چارواکو وئيلي دا فرقه ايزه هدفي پېښه ده .
د بلوچستان صوبې د پلازمينې کوئټې په سرياب روډ باندې دغه پېښه د خالي په ماښام رامنځته شوې ده ، پوليس چارواکو وئيلي نامالومه وسله والو په سرياب روډ باندې د بسونو په اډه کې په دغو کسانو د پيژندگلو وروستو ډزې کړي ، او د دغو کسانو تعلق د شيعه هزاره ورورولۍ سره دی .
د ډزو له امله يو کس په ځائې او بل په روغتون کې ژوند دلاسه ورکړی دی ، د چارواکو په وينا دا هدفي او فرقه ايزه پېښه ده .
د سرچينو ترمخه وسله والو دغه کسان د بس نه کوز کړي او ډزې يې پرې کړي دي ، هزاره ډيموکريټک پارټۍ او فقه جعفريه ډلې د پېښې غندنه کړې ده .
چارواکو وئيلي د پېښې سره سم پوليس او د ملېشې ځواکونه موقعې ته رسېدلي او پېښه کې د ککړو کسانو په ضد يې عمليات پېل کړي دي .
د بلوچستان په پلازمينه کوئټه او نورو سيمو کې د تېرې اوږدې مودې راهسې د هزاره ورورولۍ شيعه مسلمانان په بمي چاؤدونو ، ځان مرگي بريدونو او هدفي وژنو کې په نخښه کيږي ، او په لويه شميره کې پکې دغې ورورولۍ ته زاني زيان اوړېدلی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG