لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې دوه نور تېزندي کړی شو


د کراچۍ په سنټرل جېل کې محمد سعيد عرف مولوي نومې مجرم تېزندي کړی شوی دی

د پاکستان په دوه مختلفو جېلونو کراچۍ سنټرل جېل او لاهور کوټ لکپت جېل کې نن د زيارت په ورځ دوه مجرمان تېزندي کړی شوي دي .

د کراچۍ په سنټرل جېل کې محمد سعيد عرف مولوي نومې مجرم تېزندي کړی شوی دی ، هغه ته د يو پخواني پوليس افسر سيد صابر حسېن شاه او د هغه د زوئي عابد حسېن شاه د وژنې په جرم کې په کال ۲۰۰۱م کې د پهانسۍ سزا اورول شوې وه ، او نن سحر د کراچۍ په مرکزي جېل کې تېزندي کړی شو .

راپورونه وايي د سعيد تعلق د يوې لاقانونه گرځول شوې ډلې سره ؤ ، او د تېزندۍ وروستو د هغه مړی وارثانو ته حواله کړی شوی دی.

بل مجرم زاهدحسېن عرف زادو ته د لاهور په کوټ لکپت جېل کې تېزندي ورکړی شوې ده ، هغه په کال ۱۹۹۸م کې ملتان کې د دوه پوليسو د وژنې په کېس کې د مرگ سزا اورول شوې وه .

پاکستان کې وروستو له هغې د تېزندۍ په سزا عمل شورو شو ، چې کله تېره مياشت پېښور کې په سکول خونړي بريد کې د ۱۳۳ ماشومانو په گډون ۱۴۹ کسان ووژل شو ، او د هغې نه پس وزيراعظم نوازشريف په ملک کې په تېزندۍ لگېدلی بنديز ختم کړو ، او سزاوارو شوؤ ته يې د تېزندۍ ورکولو امر کړی ؤ .

که څه هم ملگري ملتونه او د انساني حقونو نور نړيوال تنظيمونه پاکستان کې د تيزندۍ د عملي کېدو د پرېکړې بيرته اخيستو غوښتنه کوي ، ولې د هغې باوجود تراوسه پورې څو سزاوار شوي مجرمان تېزندي کړی شوي دي .

XS
SM
MD
LG