لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پېښور زلمو کې به دوه چینایان لوبغاړي هم لوبیږي:جاوید افریدي


د پېښور زلمي کرکټ لیګ مشر جاوید اپریدي وی او ای ډیوه ته ویلي د پاکستان سپر لیګ په راروانو لوبو کې به د دوي په ټیم کې د افغان لوبغاړو تر څنګ دوه چینایان لوبغاړي هم ګډون کوي.

جاوید اپریدي د وي او ای ډیوه سره په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي تمه لري د چین حکومت به په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د سړکونو او ودانیو په جوړولو کې مسرته وکړي.

په پېښور زلمو کې د پښتنو پرځاېې د نورو هیوادونو اخستو په ځواب کې ښاغلي اپریدي ویلي د پاکستان سپرلیګ په ټولو ټیمونو کې د بهرني لوبغاړو جلا ځاې دی. تیر کال زمونږ په لوبډله کې د افغانستان دوه لوبغاړي هم وو او دا ځل به د افغانستان لوبغاړي زمونږ د ټیم برخه وي. خو د چینايي لوبغاړو شاملیدو سره به د پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان د لوبغاړو ځاېې نه کمیږي.

جاوید اپریدي زیاته کړې د لوبو په لار غواړي چې نه یواځې ځوانانو ته د لوبو په میدان کې موقعې ترلاسه شي. د نورو هیوادونو سره د خو اړیکو په لار د پښتنو په سیمو کې پرمختیا کارونه هم ترسره شي.

د ښاغلي جاوید اپریدي د وي او ډیوه سره دغه خبرې په لاندېني لنک اوریدی شۍ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG