لاس رسیدونکی لینک

په جنوبي وزيرستان کې بمي چاودنه، دوه پوځیان وژل شوي دي


د پاکستان په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژل شوي او درې ژوبل شوي دي.

دا چاودنه د افغانستان پولې ته نزدې د جنوبي وزيرستان په لرې پرته غریزه علاقه بيرمل کې شوې د ه. مقامي چارواکو خبریالانو ته خبر ورکړې چې د پاکستان د پوځ گاډی په عادي سفر ؤ چې په سړک کې ښخ بم وربندې وچاودلو.

په جنوبي وزيرستان کې د جگړې دلاسه د خبریالانو تگ ممکن نه دی او زیاتره خبرونه ځاي چارواکي یا پوځ خبریالانو ته ورکوي. ددې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې ده خو په جنوبي وزیرستان کې وړاندې هم په امنيتي ځواکونو حملې شوی دي چې پړه ېی طالبان مني. دوه ورځې د مخه هم په یوه چاودنه کې یو عسکر وژل شوی ؤ.

جنوبي وزیرستان په یو وخت کې د طالب وسله والو او نړیوال تر هگر گرځول شوي تنظيم القاعده مرکز گڼل کیدلو خو اوس د پاکستان پوځ دعوا کوي دويي د سيمې زیاتره برخه د شر خوښو څخه صفا کړې ده.

په کال 2009 کې په جنوبي وزيرسان کې د پاکستان پوځ د وسله والو په ضد د راهِ نجات په نوم عملیات شورو کړي وو ددغه عملیاتو په وخت په زرگونو پښتانه په کډه کولو مجبور شوي وو.

که څه هم د پاکستان پوځي او حکومتي مشران وايي په سيمه کې امن په ځائ شوی دی او خلق خپلو کورونو ته ستانه شوي دي خو د اولس وینا ده حکومت ورسره سمې مرستې نه دي کړي او زیاتره علاقه نا اباده پرته ده.

XS
SM
MD
LG