لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومند ايجنسي : د سنگ مرمرو کان کې ۱۲ مزدوران وژل شوي


قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې چې د سنگ مرمرو په لسگونو کانونه دي ، په يوه ورځ کې د دغو کانونو نه په سلگونو ټرکونه کارخانو ته کمرې وړي .
قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې چې د سنگ مرمرو په لسگونو کانونه دي ، په يوه ورځ کې د دغو کانونو نه په سلگونو ټرکونه کارخانو ته کمرې وړي .

د پاکستان قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ د صافي تحصيل په خانقاه غر کې د سنگ مرمرو په يو کان کې د غر راخوئيدو په نتيجه کې ۱۲ مزدوران د کمر لاندې گېر شوي دي ، چې پکې د شپږو خواري کښو مړي راويستل شوي ، او د نورو راويستو دپاره امدادي کارونه روان دي .

د سيمي د ځايي خلکو په وينا دغه پېښه د خالي په ماښام هغه وخت رامنځته شوې ، چې د سنگ مرمرو په کان کې خواري کښ په کار بوخت وو ، او دپاسه پرې يو غټ کمر راپرېوتی دی .

د سنگ مرمرو په کان کې د کمر راپرېوتو د پېښې په اړه يو ځايي کس اصغر وايس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي ، د کمرلاندې ۱۲ کسان گېر شوي وو ، چې پکې د شپږو مړي راويستل شوي ، او د نورو پاتې مړو راويستو دپاره د شپې ناوخته امدادي کارونه روان دي .

د نوموړي په وينا په مړه شوؤ کې ډېر ځايي خواري کښ او پينځه پکې د ټرکونو ډرائيوران شامل دي .

د مومند ايجنسۍ د پوليټيکل انتظاميي او ځايي خلکو په وينا ، امدادي کارونو کې د غټې مشينرۍ سره خپله خلک هم لگيا دي چې د کمر لاندې گېر شوي مړي رااُوباسي .

قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې چې د سنگ مرمرو په لسگونو کانونه دي ، په يوه ورځ کې د دغو کانونو نه په سلگونو ټرکونه کارخانو ته کمرې وړي .

ځايي خلک او په دغو کانونو کې کارکوؤنکي خواري کښ وايي ، چې د سنگ مرمرو د کمرو دغه دروند او سخت کار کې احتياطي تدابير د نشت برابر وي ، په روايتي طريقو غرونه په بارودو ډزؤل کيږي ، د غر نه کمرې راجُدا کول کيږي ، او بيا دغه غټې کمرې د اوسپنې د پړي په کرېنونو په ټرکونو کې بار کولی شي .

د غر ډزؤلو او په ټرکونو کې د کمرو بار کولو په مهال زياتره دغه ډول پېښې رامنځته کيږي ، يا د کمر لاندې خواري کښ گېر شي او يا بيا د کرېن د پړي شلېدو له کبله کمر په خواري کښو راوغورځيږي . خوارکښ وايي ډېر کسان په دغو کانونو کې مړه شو ، او د دويي دپاره دغلته د هيڅ قسمه مالي امداد انتظام هم نشتی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG