لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهگرۍ د لاسه ترکي د سیاحت صنعت د مشکلاتو سره مخامخ کړی


سیاحت ترکي د اقتصاد بنیادي برخه ده خو په هیواد کې د امنیت غیر یقیني حالاتو د لاسه دا مد د مشکلاتو سره مخامخ دی
سیاحت ترکي د اقتصاد بنیادي برخه ده خو په هیواد کې د امنیت غیر یقیني حالاتو د لاسه دا مد د مشکلاتو سره مخامخ دی

د بدحالۍ سره مخامخ د هیواد د سیاحت صنعت ملا مظبوطولو دپاره د ترکې وزیراعظم احمت داوتولو دا هفته د یو مالیاتي پنگي اعلان وکړو. د پنگې اعلان په داسې حال کې شوی چې روس سره په تعلقاتو کې د تاوتریخوالي او هیواد دننه د بې امنۍ په وجه سیلانیان ترکي ته د تگ نه ډډه کوي.

سیاحت ترکي د اقتصاد بنیادي برخه ده خو په هیواد کې د امنیت غیر یقیني حالاتو د لاسه دا مد د مشکلاتو سره مخامخ دی.

جرمن سیلانیانو دپاره ترکي ډیر مقبولیت لري. خو د جنورۍ په میاشت کې په استنبول ښار کې په ځانمرگي حمله کې د ١٢ جرمن سیلانیانو د وژل کیدو ورسته جرمني نه ترکي ته د جرمن سیلانیانو په تگ کې کموالی لیدلی کیږي.

ماسکو هم روسي شهریانو ترکې ته د نه تلو خبرداری ورکړی دی. ماسکو د خبرداري نه وړاندې د ترکي هوائي ځواکونو یو روسي جنگي هوائي د شام او ترکي سرحد سره نژدې وغورولو او په نتیجه کې یي د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی را وپاریدلو. او اوس یو کرد باغي ډلې خارجي سیلانیانو ته خبرداری کړی چې ترکې د سیل نه دې ډډه وکړي.

د یورپ د سیاحت یوه لویه کمپنۍ وايي چې ترکي ته سیاحت دپاره د تلونکو خلکو په بکنگنونو کې څلویښت فیصد کمی شوی دی. انتالیه چې د ترکي د سیاحت لوې مرکز دی او د روسي سیلانیانو دپاره ډیر مقبولیت لري، سیلانیانو د کمي دلاسه ډیر اغیز من شوی دی. دا خبره اتلیا شلاده کوي چې د گلوبل سورس پارټنزر نومی کمپنۍ سره د مشیر په توگه کار کوي.

ښاغلي شلاده وايي د سیاحت صنعت سره تړلې ډیرې کمپنۍ د سختو مشکلاتو سره مخامخ دي، تر دیارلسوو پورې هوټلونه کاروبار د نشت والي له امله خرڅیدونکې دي، انتالیه ته د سیلانیانو په تگ کې یویښت فیصد کمی شوی دی او سیاحت د سختو حالاتو ښکار شوی دی.

خو لکه د شلاده په رنگ نور اقتصاد پوهان وايي ترکي د سیاحت سره تړلې کمپنو خپله توجه اوس د منځني ختیځ نه راتلونکو سیلانیانو ته هم اړولې ده، خو په نړي واله منډائي کې تیلو د کمو بیعو له امله منځني ختیځ نه هم ترکي ته د سیلانیانو په تگ کې کمی راتللی شي.

ښاغلی شلاډه وايي لکه د سعودي عرب په رنگ نورو خلیجي هیوادونو خپلو شهریانو ته مالي مراعات کم کړي دي چې په نتیجه کې ترکي د سیاحت په صنعت يي هم منفي اثر غورځیدی شي.

تیره هفته د ترکي سر ښار انقره کې په یو پوځي بس باندې ځانمرگي حمله کې ٢٨ کسان وژل شو. د حملې ذمه واري د پې کی کی په نوم کرد مسلح ډلې په غاړه واخیسته. دغه ډلې ددې نه وړاندې هم د ترکي د سیاحت په مرکزونو حملې کړې دي.

ماهرین وايي ترکي سیاحت د مد نه هرکال ٣٥ ارب ډالر گټي چې د مجموعي قامي امدن، جې ډې پي، پنځه فیصد برخه او د دوو نه تر درې میلینه خلکو د کار روزگار زریعه هم ده.

نړي والې مالیاتي ادار ايي ایم ایف ترکي د اقتصادي ترقۍ په اړه خپل اټکل باندې نظرثاني کړې ده او وايي د پرمختگ پرځائې د هیواد اقتصاد د منفي ډگر په لورې روان دی. او ماهرین وايي که چرې حکومت په موجوده مشکلاتو او امنیت ته په دړکو قابو وو نه موندو نو د ترکي اقتصادي وضعڅه نوره هم خرابیدی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG