لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي د شام جنگي الوتکه راغورزولې


"Visitei a missão evangélica de Kasuwa onde foi a minha infância. Fica a poucos km do Cubal" Bartolomeu Eduardo (Benguela, Angola), Junho 15, 2015
"Visitei a missão evangélica de Kasuwa onde foi a minha infância. Fica a poucos km do Cubal" Bartolomeu Eduardo (Benguela, Angola), Junho 15, 2015
ترکي د خپلو هوايې حدونو په خلاف ورزۍ کولو د شامي جنگي الوتکې غورزولو دعوه کړې . د ترکي وزيراعظم رجب طيب اردگان د شامي جنگي الوتکې غورزولو پخلی کړی او وئيلي يې دي ، چې دغه الوتکه د ترکي هوايې حدونو ته دننه راغلې وه .
نوموړي په خپل يو بيان کې شام ته خبرداری ورکړی چې که شام د هوايې حدونو خلاف ورزي جاري وساتله ، نو ترکي به يې په سختۍ سره جواب کوي .
د شام د سرکاري ميډيا ترمخه د ترکي پولې ته نزدې په يوه علاقه کې د شامي پوځ او باغيانو ترمينځه سخته جهگړه روانه ده ، او جنگي الوتکه په باغيانو پسې وه چې د ترکي په پوله په هدف کړی شوې ده .
هلته د شامي پوځ يو وياند د ترکې لخوا د جنگي الوتکې د غورزولو په غبرگون کې دغه گام د ترکي جارحيت بللی ، او د پېښې غندنه يې کړې ده ، د شامي پوځ لخوا وئيل شوي د الوتکې پائلټ په حفاظت سره د الوتکې نه وتی دی .
د راپورونو ترمخه د ترکي پولې ته نزدې د شام په لتاکيه صوبه کې د شامي پوځ او باغيانو ترمينځه د دريو ورځو راهسې جهگړه روانه ده .
بل لورته شام کې دننه په روانه جهگړه کې د لبنان د اثر لاندې سياسي شخړه کې سېوا والی مخې ته راغلی ، اود شامي صدر بشارالاسد د پلويانو او مخالفينو ترمينځ د روانو نښتنو سلسله تر پلازمينې بيروت رسېدلې ده .
د چارواکو په وينا تازه نښتو کې لږ تر لږه يو کس وژل شوی دی او دې سره په روانه اوونۍ کې رامنځته شوؤ نښتو کې د مړو شمېره ۱۰ ته رسېدلې ده .
راپورونه وايې شام کې د تېرو درېو کالو راهسې په روانه جهگړه کې نزدې يو لاک خلک وژل شوي او نزدې د يو لاک پورې خلک کډوال شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG