لاس رسیدونکی لینک

د ترکي ای کی پې گوند انتخاباتو ورسته د اندورنې انتشار سره مخ؟


د ای کې پې پارټۍ یو مشر احمت داوتولو اعلان کړی گوند يي د صدارتي نظام حکومت قائمولو د ارادې نه لاس په سر شوی ځکه چې اولس خپله رائې ددې پرضد څرگنده کړه. د ضابطې د کاروائي د لاندې ښاغلی داوتولو د نهې یا سه شنبې په ورځ د وزیراعظم د چوکۍ نه استعفا ورکړه خو د نوي وزیراعظم د انتخاب پورې به په دغه منصب ناست وي

انتخاباتو کې د بدترین ماتي ورسته، د ترکي پخواني واکمن گوند ای کی پې مشران دا وخت ددې خبرې جاج اخلي چې د انتخابي مهم په مهال يي څه قسمه غلطه تگ لاره خپله کړې وه چې ووټونه يي ترلاسه نه کړی شول.

اتوار یا یکشنبې په ورځ د ووټونو ورسته په ټیلې وژن خپله وینا کې صدر رجب طیب اردویان پارلیمنټ کې نمائندگي لرونکو ډلو باندې غږ وکړو چې هیواد دې د سیاسي ځنډ نه ښکار کوي او زر تر زره دې نوی حکومت جوړ کړي.

انتخاباتو کې واکمن ای کی پې پارټي د ناکامۍ سره مخ شوې او پارلیمنټ کې اکثریت يي دلاسه ورکړی دی په نتیجه کې يي د صدر اردویان ائین کې د ترمیم او په واک اخیتار گرفت د مظبوطولو ارادې تیمگړي پاتې شوې دي.

په عین حال کې د ای کې پې پارټۍ یو مشر احمت داوتولو اعلان کړی گوند يي د صدارتي نظام حکومت قائمولو د ارادې نه لاس په سر شوی ځکه چې اولس خپله رائې ددې پرضد څرگنده کړه. د ضابطې د کاروائي د لاندې ښاغلی داوتولو د نهې یا سه شنبې په ورځ د وزیراعظم د چوکۍ نه استعفا ورکړه خو د نوي وزیراعظم د انتخاب پورې به په دغه منصب ناست وي.

یوسکل تاشکن د استنبول مارمره یونیورسټۍ د سیاستو کارپوهه دی وايي ښاغلي داوتلو د خپلې سیاسي بقا دپاره اوس داسې قسم بیانونه ورکوي.

یوکسل تاشکن وايي داوتولو خپله خوښه نشوه کولی او د ارودیان خبرې به يي منلې، ددوي د پارټۍ په ووټونو کې ٢٠ فیصد کمی شوی دی، داوتولو غواړي چې هغه واک اختیار لري او په ازاده توگه اقدامات اخیستلی شي نو ځکه به د پارټۍ دننه تارتریخوالی رامینځته کیږي.

د ای کی پې د پارلیمنټ زیاتره غړي اردویان سره دوفادار دي او په داوتولو د بې جانه انتخابي مهم چلولو الزام لگوي چې په نتیجه کې يي پارټۍ ته لږ ووټونه ورکړی شوې دي. ځېنې تچزیه کار وايي د سپټمبر په میاشت کې کیدونکې د پارټۍ په غونډه به کې د گوند نوی مشر وټاکلی شي. ځېنې مبصرین اټکل کوي چې نوی مان کتلمش چې د صدر اردویان د نزدې ملگری دی، د پارټۍ نوی مشر به وټاکلی شي.

چنگیز اختر د استنبول سلیمان شاه یونیورسټۍ د سیاستاتو کارپوه دی، وايي انتخاباتو کې د نقصان به نتیجه کې به ای کی پې پارټۍ د کمزورۍ ښکار شي. ای کی پې اسلام پلوه سیاسي نظریات لري په عامه توگه منظمه پارټي گڼلی کیږي.

چنگیز اختر وايي په اسلام بنیاد لرونکې سیاست کې په اختلافاتو په ډاگه بحث نه کیږي خو دا وخت چې پارټي د ناکامۍ سره مخامخ شوي ده، دغه خبرې اترې او څرگندې ښکاري.

د ای کی پې په چارو کې یو اهم شخصیت پخواني صدر عبدالله گل دی چې د پارټۍ په بانیانو کې شامل دی. د صدر اردویان په امرانه رجحاناتو او د هغه د حکومت په تگ لاره د نیوکو په سبب عبدالله گل د پارټۍ د چارو نه ډډې ته کړی شو.

تاشکن وايي ای کی پې دننه اثرورسوخ دپاره به عبدالله گل هم اهم کردار وي.

تاشکن وايي عبدالله گل به د پارټۍ خپلو همکارانو ته وايي هغه خبرداری کړی وو چې منځ لاره مه پریښدۍ خو زیاته نظریاتي تگ لار خپله کړی شوه او اوس يي نتیجه د هر چا په مخکې ده.

د نونسو اتیایم په لسیزه کې د ترکې په سیاست د ای این ای پې یا مدرلینډ پارټۍ غلبه وه چې مشرۍ يي ترگت اوزال کوله. ښاغلی اوزال صدر او وزیراعظم پاتې شوی دی. صدر منتخب کیدو ورسته د اوزال پارټۍ اکثریت دلاسه ورکړو، بیا د تقسیم او بالاخر د زوال ښکار شوه.

سپټمبر کې د پارټۍ د غونډې نه وړاندې میاشتې د ای کی پې دپاره اهمیت لري او په دې مهال به د پارټۍ د زړه او روح دپاره کوښښونه هم روان وي. د تیرو لسو کلونو د غلبې او ښې اړخ سیاست د سیکولر ترکې مخه نیولې وه او داه وخت چې پارټي په ممکنه توگه د انتشار سره مخ ده، دغه صورتحال بدلیدی شي.

XS
SM
MD
LG