لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکې د کردانو په سیمه کې د مذهب په سر کړکیچ سر پورته کړی؟


د تقریب انتظام د پیغمبر د مینه والو په نوم یو تنظیم کړی و چې پکې گڼ شمیر مذهبي تنظیمونه شامل دي او د غونډې وړاندې يي په دیا بکا کې مذهبي مواد ویشلی و
د تقریب انتظام د پیغمبر د مینه والو په نوم یو تنظیم کړی و چې پکې گڼ شمیر مذهبي تنظیمونه شامل دي او د غونډې وړاندې يي په دیا بکا کې مذهبي مواد ویشلی و

تیره هفته د ترکي په جنوب خیتځ کې د کرد سیمې مرکزي ښار دیا بکا کې د پیغمبر اسلام حضرت محمد صلې الله علیه وسلم د زیږیدنې د ورځ په مناسبت یوه دستوره وشوه چې پکې شا او خوا یو لک کسانو شرکت وکړو. دا غونډه په سیمه کې د اسلام پلوه سوچ لرونکو د زیاتیدونکې اثر مظاهره هم وه چې په نتیجه کې د مذهبي عناصرو او د سیکولر کرد قام پرست حمایت کونکو ترمنځ تاو تریخوالی نور هم زیاتیدی شي.

په غونډه کې د هرې خوا نه راغلو ځوانانو او سپین ږیرو برخه واخسته او د الله اکبر او د اسلامک کردستان نعرې يي پورته کړې، چې د اسلامي سوچ د پلویانو له خوا د خپل زور ښودلو اهمه موقع وگڼلی شوه.

په غونډه کې د کردستان او د مني ختیځ د نورو برخو نه راغلو مشرانو هم شرکت وکړو. د حماس د یو نمایده گډون ته خصوصي پام لرنه وشوه او خلکو پرې د لوې خوشحالۍ اظهار وکړو.

غونډې ته وینا کونکو وویل سیمه به خپل مذهبي ماضي لورې ته بوځي چې د غونډې یو برخه وال وویل دا مرام ډیر زر نشې ترلاسه کیدی.

د تقریب انتظام د پیغمبر د مینه والو په نوم یو تنظیم کړی و چې پکې گڼ شمیر مذهبي تنظیمونه شامل دي او د غونډې وړاندې يي په دیا بکا کې مذهبي مواد ویشلی و. په د امنیتي ځواکونو د قبضې ورسته د ښار په ځېنې برخو کې د اسلام پلوه فکر لرونکو اثر زیات شوی دی. وړاندې دلته د کرد باغې ډلې پې کی کی زور و چې نظریات يي په مذهب بنیاد نه لري او د ترکې خلاف جنگیږي.

جمیل جهات انسال د هغه تنظیم مشر دی چې د پیغمبر اسلام د زیږیدنې د ورځې په مناسبت يي د تقریب انتظام کړی و، وايي پیغمبر علیه سلام امن او رورولې قائمه کړې وه او که چرې ددې سیمې خلک هم هغه د ځان دپاره رهنما وټاکي، د هغه په طریقه ژوند تیر کړي نو دلته به دا جنگونه او فساد پاتې نشی.

خو د مذهبي او اسلامي گوندونو راپورته کیدو ته د کرد قام پرستۍ پلویان د شک او ویرې په نظر کتنه کوي. زنانه ؤ ته مساوت ورکول قام پرست تحریک خپله لوه کامیابي گڼي. د کرد ایچ ډي پي گوند کې زنانه ؤ ته اهم منصبونه ورکړی شوي دي. او حکومت او د اسلامي ډلو پلویان پرې د مذهب د مخالفت الزام لگوي. خو د گوند یوه چارواکې دا خبرې ردوي:

عزیزی دیئر کوتلو وايي ایچ ډي پي همیشه دا خبره کړې ده چې سیاست نه دې مذهب لری کړی شي او په سیاست کې مذهب لکه د الې په توگه د استعمالو مخالفت کوي.

دیا بکا نه د څو کنټو په سفر په شام کې کړکیچ د مذهب پلوه او د سیکولر نظریات لرونکو کردانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتیدو هم لویه وجه ده. په شام کې دداعش دپاره یا دداعش خلاف په جنگیدونکو کې هم ترکې د کرد سیمې سره تعلق لرونکې خلک شامل دي.

په دیا بکا کې د واکن ای کی پارټۍ مقامي مشر محمد اکا وايي په ټولنه کې د مختلفو نظریاتو د موجودگۍ په نتیجه کې د ټکراو رامینځته کیدو خطر موجود دی خو د ترکي جمهوري معیار دغه ټکر لمنځه وړلو صلاحیت لري.

شا او خوا دوه کاله وړاندې دیا بکا کې د شام د کړکیچ په لړ کې د اسلام پلوه او قام پرست کردانو په جگړه کې تر ٥٠ و پورې کسان وژل شو او یو فریق هم دغه واقعه نه ده هیره کړې.

د رپورټ د وي او ای خبریال

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG