لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکیې په ریفرنډم کې د اردوان بریالیتوب د نړیوالو اندیښنې راپارولي


ترکي د ریفرینډم د مخالفینو د احتجاج یو منظر
ترکي د ریفرینډم د مخالفینو د احتجاج یو منظر

د ترکيې په ټول پوښتنه یا ریفرنډم کې د ولسمشر رجب طیب اردوان په بریالیتوب پدغه هیواد کې د ډیموکراسۍ د راتلونکې په اړه زیاتې پوښتنې راپورته شوي.

اردوان د تیرې جولای میاشتې د ناکامې کودتا راهیسې په چټکۍ هڅه کوي چې خپل مخالفین څنډې ته ګوښه کړي.

د اردوان حکومت ددغې کودتا راهیسې تقریبا خپل ۴۰۰۰۰ مخالفین د کردي ترهګرو سره د اړیکو په تور زنداني کړیدي چې په هغو کې د مخالف سیاسي ګوند اته وکیلان هم شامل دي.

اوس اصلي پوښتنه داده چې ایا اردوان به د ملي پخلاینې په برخه کې ګوم ګام پورته کړي او که به لا هم د کردي او نورو لږکیو په وړاندې خپله دوښمنې مخې ته یوسی.

څیړونکي پدې باور دي چې د لږکیو په وړاندې به فشارونه نور هم زیات شي.

د فارن پالیسي په نامه یوې مجلې سره د بهرنيو اړیکو له شورا سټیفن کوک وايي د ترکیې ولس اردوان ته دا اجازه ورکړه چې ټول هغه ارزښتونه له منځه یوسي د کومو پر بنسټ چې ترکیه جوړه شوي ده.

نوموړي وړاندې وویل که څه هم د اردوان مخالفین ددغې ټول پوښتنې د پایلو له امله ناهیلي شویدي خو داسې ښکاري چې د هغه په وړاندې به د لږکیو یا اقلیتونو لخوا مخالفتونه لا زیات شي.

اروپايي مشرانو ویلي دي چې دوي د ترکيې د خلکو د پریکړې درناوی کوي خو هیله څرګندوي چې اردغان به ددغو بدلونونو په راوستلو کې بیړه ونه کړي.

د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا مرکل ویلي د ترکیې حکومت باید اوس د ټولو سیاسي او ټولنیزو ډلو سره ددغو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړي.
د ترکيې په دغې ټول پوښتنه کې
۵۱ عشاریه څلور فیصده خلکو موافقه او ۴۸ عشاریه شپږ فیصده خلکو مخالفه رایه ورکړې ده.

په دې ټول پوښتنه دا نیوکه هم کیږي چې د ۱۸ پېچلو مسلو په اړه یې د خلکو ځواب یواځې د هو او نه په ټکو کې غوښتی وه.

له بلې خوا د پاکستان په ګډون د عربي نړۍ یوشمیر هیوادونو د اردغان د بریالیتوب هرکلی کړي او ټول پوښتنه یا ریفرنډم یې د خلکو ډیموکراټیک حق ګڼلی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG