لاس رسیدونکی لینک

د ترکې اسلام پلوه صدر رجب طیب اردویان گوند انتخاباتو کې اکثریت وبیل


استنبول کې د واکمن ای کې پې پارټۍ پلویان خوشحالۍ کوي

د ترکي واکمن گوند د اتوار یا یکشنبې په ورځ شوو ووټونو کې پارلیمنټ کې خپل اکثریت د لاسه ورکړو چې د صدر رجب طیب اردویان دپاره سیاسي ضربه او د هغه هغه کوښښونو ته سخت زیان گڼلی کیږي چې غواړی په ائین کې ترمیم دلارې د حکومت صدارتي نظام قائم کړي او خپل اختیارات نور پراخه کړي.

د گل یا دوشنبې په ورځ انتخاباتو کې د جسټس اینډ ډویلپمنټ یا انصاف او پرمختگ په نوم پارټۍ ته د نقصان جاج اخستلو دپاره د کابینې غونډه وشوه. نائب وزیراعظم نعمان کرتلمس وویل اکثریت د لاسه ورکولو ورسته به ای کی پې د ائتلافي حکومت جوړلو هلې ځلې کوي.
نائب وزیراعظم وايي صدر به حکومت جوړولو دپاره ای کی پې پارټۍ ته بلنه ورکوي، ځکه چې دا په ووټونو کې اول راغلی گوند دی او دا جمهوري روایت هم دی. ښاغلی نعمان وویل هغه یقین لري چې وزیراعظم به په مقرره وخت کې نوی حکومت جوړولو کې کامیاب شي.

د صدر رجب طیب اردویان امید وو چې د ٥٥٠ غړو په پارلیمنټ کې به دریو کې دوه برخې اکثریت ترلاسه کړي او دا رنگ به د صدارتي نظام حکومت په قائمولو کې د هغه لار هواره شي.

کرد پلوه سیاسي ډلې پیپلز ډیموکریټک پارټۍ پارلیمنټ کې د نمائندگۍ دپاره په وړمبي ځل ووټونو کې د ١٠ فیصد شرحې حد ته ورسیدله او تجزیه کار اټکل کوي چې پارلیمنټ ته به ٧٥ ارکان ولیږي.

هم ددغه اټکل په بنیاد د کرد خلکو د اکثریت ښار دیارباکر کې خوشحالۍ ونمانځلې شوي

د ترکې تر ټولو لوې غیر مذهبي گوند ریپبلیکن پیلپز پارټي یا سي ایچ پي ٢٥ فیصد ووټونه واخیستل او د ښې لاس ډلې نیشنلسټ مومنټ پارټۍ د ١٦ فیصد نه زیاتې رائې واخیستلې.

صدر اردویان خپله په ووټونو کې نه وو ولاړ خو انتخابات پارلیمنټ کې اکثریت دپاره د ای کی پې پارټۍ د ریفرینډم په توگه لیدل کیدل چې آیا ائین کې ترمیم دپاره به ملاتړ ترلاسه کړی شي او که نا. د حزب اختلاف پارټوددې خلاف هلې ځلې کول.

XS
SM
MD
LG