لاس رسیدونکی لینک

په ترکي د حکومت د دوو مخالفینو په عدالت کې مقدمې سیاسي اختلاف نور ژور کړی


حکومت په دوړاه تعلیمي ماهرینو د مقدمې دفاع کوي، وايي عدلیه ازاده ده او د مخالفینو خلاف موجوده اقدامات جموریت د تحفظ دپاره ضروري دي

د ترکي سرښار انقره په یو عدالت کې د ترهگرۍ په الزام د تعلیم دوه ماهرینو مقدمه شروع شوه. دواړه د حکومت د مخالفینو خلاف د اقداماتو په نتیجه کې د ملازمت نه لرې کړی شوي دي خو دوي په خپله دفاع کې د تیرو پنځو میاشتو راهسې د لوږې په هړتال لاس پورې کړی دی.

د سرښار انقره د عدالت نه بهر چرته چې د سمي اوزک جا او نوریه گلمن مقدمه ده، د امنیت سخت اقدامات اخیستل شوي وو.

د عدالت نه بهر پولیس د حزب اختلاف د پارلیمنټ غړي هغه قرارداد لوستلو ته پرېنښودل چې دوي پکې سمي اوزک جا او نوریه گلمن سره د خپل ملاتړ اظهار کول غوښتل. په دواړو تعلیمي ماهرینو د یوې غير قانونه ټاکل شوي د گس لاس ډلې سره د تعلق لرلو الزام لگول شوی دی.

د ریپلیکن پارټۍ سره تعلق لرونکي د پارلیمنټ غړي محمت تنال د عدالت بهر د پولیس په موجودگۍ اعتراز وکړو.

مات تنال وویل دا یو پولیس او فاشسټ ریاست دی خو دا فاشسټ نظام به زر تباه شي.

په انټرنیټ شائع شوي یو وډیو کې لیدل کیږي چې مسلح پولیس د اوزجاکا او د گلمین په پلویانو حمله کوي. ناقدین وايي په دواړوه تعلیمي ماهرینو باندې مقدمه په سیاسي بنیادونو جوړه کړی شوي ده. اوزجاکا او گلمین د مخالفینو پرضد د حکومت د اقداماتو په نتیجه کې د ملازمت نه لرې کړی شوي وو او دواړو د روزگار د ختمیدو خلاف پرامنه احتجاج کولو.

تیر کال د صدر رجپ طیب اردوان خلاف د ناکامه بغاوت ورسته یو نیم لکه خلک د خپلو چوکو نه لرې کړی شوي دي. دا هفته د دواړو وکیلان د ترهگرۍ په الزام گرفتار کړی شوي وو.

آیا چې د اوزجاکا او د گلمین مقدمه به منصفانه وي او که نا؟ دا تشویش نور هم زیات شو ځکه چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دواړه د مقدمې اوریدنې نه نه وو پریښودل شوي.

امنیتي چارواکو ویلي دومره عمله يي نه لرله چې ملزمان يي عدالت ته بدرکه کړی وی خو ددې باوجود د دواړو طبعیت هم ښه نه و.

د سیاسي چارو څیړنکار چنگیز اختر وايي اوزجاکا او گلمین مقدمې حکومت د سخت مشکل سره مخامخ کړی دی.

چنگیز اختر وايي حکومت نه غواړي چې د دوي مقدمه شهرت او د خلکو توجه ترلاسه کړي نو ځکه کوښښ کیږي چې پټ يي وساتي نو ځکه دواړه عدالت ته نه وو راوستل شوي.

حکومت په دوړاه تعلیمي ماهرینو د مقدمې دفاع کوي، وايي عدلیه ازاده ده او د مخالفینو خلاف موجوده اقدامات جموریت د تحفظ دپاره ضروري دي. خو څیړونکي وايي د اوزجاکا او د گلمین د مقدم لانجه او د هغوي د خراب صحت په اړه تشویش کیدی چې حکومت مجبور کړي چې خپل دریځ کې بدلون وکړي.

XS
SM
MD
LG