لاس رسیدونکی لینک

ترکي نن د ناکامه پوځي بغاوت اولنۍ کلیزه نمانځي


TURKEY GULEN PROTESTS

د خالي په ورځ په ترکي کې د ناکامه پوځي بغاوت لومړۍ کلیزه نمانځل شوی او په دغه ورځ په ترکي کې قامي رخصتي اعلان شوی وه.

تیرکال د دغه ناکامه کودیتا راهسې د ترکي صدر رجب طیب اردوان نژدې یو لک سرکاري نوکران د خپلو څوکو نه لري کړي او ۵۰،۰۰۰ نور يې بندیان کړي دي. په دغه ټولو تور دی چې دوي د پوځي بغاوت پلویان وو.

ترکي چارواکو د جولايي ۱۵ نیټه په هیواد کې د ٫٫جمهوریت او یو والي ٬٬ قامي ورځ ټاکلې ده.

په ترکي کې حکومت مخالفه ډلې وايي د اردوان حکومت د امریت اړخ ته روان دی، خو د ترکي صدر وايي دغه ګامونه د حکومتي ګوند امنیت لپاره ضروري دي.

د ترکي صدر دعوه کوي د دغه ناکامه پوځي بغاوت په شاه د فتح الله ګولن لاس دی څوک چې دتیرو دوو لسیزو راهسې په امریکا کې د جلاوطنۍ ژوند کوي. خو فتح الله ګولن دغه تورونه ردوي.

د ناکامه کودیتا د کلیزې په مهال په خپل یو بیان کې ښاغلي ګولن ویلي ٫٫ د ترکي حکومت په تیر یو کال کې د خپلو خلکو سره په بد سلوک ځان د هغه هیوادنو په قطار کې ودرولی چرته چې بد جمهوریتونه دي، بنیادي حقونه چقول کیږي او د خلکو ازادي محدودې کړی شوي دي.٬٬

تیره ورځ د ترکي حکومت د ۷۰۰۰ نه سوا پولیس افسران، حکومتي چارواکي او د پوهنتون استاذان هم د خپلو څوکو نه لري کړي.

د حکومت لخوا خپور شوي یوه حکمنامه وايي په لرې کړی شوو کسانو کې ۲۳۰۳ پولیس افسران او د ۳۰۰ نه سوا د یونیورسټیو استاذان شامل دي. په پولیسو کې ځنې لوړ رتبه افسران هم شامل دي. په دغه حکمنامه کې ۳۴۲ پخواني پوځي افسران او عسکر هم د خپلو څوکو نه لرې کړې شوي.

XS
SM
MD
LG