لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي ساحل سره نزدې ٢۴ افغانان سمندر کې ډوب شوي


سمندر کې د غیرقانوني مهاجرینو د لټون کوششونه د یورپي هیوادونو حکومتونو لخوا قهرژن ردعمل راپاروي. تیره هفته برطانيي وویل هغه به د غیرقانوي مهاجرینو د لټون دپاره د یورپي یونین د هلو ځلو ملاتړ نه کوي او اټلي ویلي سمندر کې امدادي کار ختموي چې په نتیجه کې يي د زرگونو خلکو ژوند محفوظ کړی شوی دی
سمندر کې د غیرقانوني مهاجرینو د لټون کوششونه د یورپي هیوادونو حکومتونو لخوا قهرژن ردعمل راپاروي. تیره هفته برطانيي وویل هغه به د غیرقانوي مهاجرینو د لټون دپاره د یورپي یونین د هلو ځلو ملاتړ نه کوي او اټلي ویلي سمندر کې امدادي کار ختموي چې په نتیجه کې يي د زرگونو خلکو ژوند محفوظ کړی شوی دی

د ترکي ساحل سره نزدې ٢۴ افغانان هغه وخت اوبو کې ډوب شول کله د هغوي بیړۍ سمندر کې لاهو شوه. بیړۍ يي د پورپ په لورې روانه وه.

د ترکي ساحلي محافظینو اووه کسان ابنائي باسفورس کې د اوبو نه راویستل خو ویل کیږي ١٢ نور کسان لا اوس هم بې درکه دي. امدادي کارکونکو د بیړو او د هیلې کاپټرو د لارې د بې درکه شوو خلکو لټون شورو کړی دی.

په سمدستي توگه دا نه معلومه چې د افغانان بیړۍ په وجه اوبو کې لاهو شوه. چارواکې وايي افغانان د بلغاریه او یا د رومانیه په لوري روان وو او یورپ ته د رسیدو د پاره هر یو کس ایجنټانو ته ٨٧٠٠ ډالرې ور کړې وې.

یو ترکې مچي مار ویلي افغان مهاجرین سمندر کې د یخ د لاسه مړه شوي دي.

د افریقې منځني ختیز او د نړۍ نورو ورسته پاتې هیوادونو نه هر کال په زرگونو خلک د ښه معاش او بهتر ژوند ېه تکل کې په غیر محفوظ طریقو یورپ ته د ځان رسولو کوششو کوي.

د مهاجرت نړي والې ادارې ویلي د سږ کال په وړمبۍ ١٠ میاشتو کې شا او خوا ١٥٠٠٠٠ خلک یورپ ته رسیدلې دي خو ٣٢٠٠ نور کسان په مختلفو حادڅو کې ډوب شوي دي.

سمندر کې د غیرقانوني مهاجرینو د لټون کوششونه د یورپي هیوادونو حکومتونو لخوا قهرژن ردعمل راپاروي. تیره هفته برطانيي وویل هغه به د غیرقانوي مهاجرینو د لټون دپاره د یورپي یونین د هلو ځلو ملاتړ نه کوي او اټلي ویلي سمندر کې امدادي کار ختموي چې په نتیجه کې يي د زرگونو خلکو ژوند محفوظ کړی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG