لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحريک طالبان پاکستان حکومت سره د مذاکراتو دپاره پينځه کسان نومولي


د تحريک طالبان پاکستان وياند وئيلي چې دغه پينځه واړه کسان به د حکومت لخوا طالبانو سره د خبرو اترو دپاره جوړې کميټۍ سره مذاکرات کوي ، او د طالبانو دريځ به وړاندې کوي .
د تحريک طالبان پاکستان وياند وئيلي چې دغه پينځه واړه کسان به د حکومت لخوا طالبانو سره د خبرو اترو دپاره جوړې کميټۍ سره مذاکرات کوي ، او د طالبانو دريځ به وړاندې کوي .

د پاکستاني طالبانو تحريک حکومت سره د مذاکراتو دپاره د خپل طرفه پينځه کسان نومولي چې پکې عمران خان ، مولانا سميع الحق ، پروفېسر ابراهيم ، مفتي کفايت الله او مولانا عبدالعزيز شامل دي .


د پاکستاني طالبانو تحريک حکومت سره د مذاکراتو دپاره د خپل طرفه پينځه کسان نومولي چې پکې د تحريک انصاف ډلې مشر عمران خان ، د جمعيت علما اسلام (س) مشر مولانا سميع الحق ، د جماعت اسلامي د خيبر پښتونخوا مشر پروفېسر ابراهيم ، د جمعيت علما اسلام (ف) مفتي کفايت الله او د لال جومات پخوانی خطيب مولانا عبدالعزيز شامل دي .
د خبري ادارې ای اېف پي ترمخه د خالي په ورځ د تحريک طالبان پاکستان وياند شاهد الله شاهد وئيلي چې دغه پينځه واړه کسان به د حکومت لخوا طالبانو سره د خبرو اترو دپاره جوړې څلور کيسزه کميټۍ سره مذاکرات کوي ، او د طالبانو دريځ به وړاندې کوي .
د پاکستانۍ ميډيا ترمخه د جماعت اسلامي سره تعلق لرونکي پروفېسر ابراهيم او د لال جومات پخواني خطيب مولانا عبدالعزيز پخلی کړی چې د طالبانو لخوا ورسره رابطه شوې او راپورونه وايې دواړه مشران د مذاکراتي کمېټۍ په غړيتوب رضا شوي دي .
د راپورونو ترمخه مولانا سميع الحق او مفتي کفايت الله هم د طالبانو د رابطې پخلی کړی دی .
د تحريک انصاف مشرعمران خان د طالبانو په کميټۍ کې د غړيتوب په غبرگون کې وئيلي ، چې طالبان دې د خپلو کسانو کميټۍ جوړه کړي ، او د طالبانو په کميټۍ کې د غړيتوب په اړه يې د گل په ورځ د پارټۍ د مجلس عامله غونډه راغوښتی شوې ، په هغې کې به د دې خبرې جائزه اخستلی شي .
د طالبانو وياند شاهد الله شاهد بهر ملکي رسنيو ته وئيلي چې ، د پاکستاني طالبانو د شورا په غونډه کې د دغو پينځه ؤ کسانو په نومونو صلاح شوې ده ، او د تحريک طالبان پاکستان مشر مولانا فضل الله هم د دغو کسانو د نومولو تائيد کړی دی .
د حکومت لخوا طالبانو سره د خبرو اترو دپاره څلور کسيزه کميټي ټاکل شوې ده ، چې پکې د قومي چارو په اړه دوزيراعظم صلاح کار عرفان صديقي، نوموړى صحافي رحيم الله يوسفزئ، په افغانستان کې دپاکستان پخوانى سفير رستم شاه مهمند اؤ دائي ايس ائي پخوانى چارواکى ميجر(ر) عامر شامل دي . د دغې کميټۍ اعلان وزيراعظم وزيرنوازشريف د قومي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې کړی وو .
د راپورونو ترمخه طالب وياند وئيلي چې طالبان د ډاگيز اهدافو سره د مذاکرتو پېل کوي، او دوي هيله مند دي چې حکومت به هم په سنجيدگۍ سره مذاکرت وکړي .
د حکومت له طرف د مذاکراتو دپاره د کميټۍ په جوړولو ميډيا سره خبرو کې د طالبانو وياند شاهدالله شاهد د اطمينان څرگندونه کړې اؤ په ډاگه کړې يې وه چې دهغوي د ډلې مقصد په پاکستان کې دشريعت نفاذ دى " که دامن په ذريعه وي اؤ که دجنگ" .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG