لاس رسیدونکی لینک

صدر ټرمپ به د ګل په شپه افغانستان لپاره خپله تګلاره اعلانوي


واېټ هاوۍ د اتوار یا یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ به د ګل یا دوشنبې په ماسخوتن د افغانستان او سیمې په هکله خپله تګلاره اعلان کړي.

واېټ هاوس په دې اړه نور څه معلومات نه دي ورکړي خو تیره اونۍ په کیمپ ډیوډ کې د افغانستان په هکله په یوې غونډې کې، چې د صدر ټرمپ په شمول پکې نورو لوړپوړو پوځي او حکومتي چارواکو گډون کړی وو په ټولو امکاناتو خبرې شوې وې.

د اتوار په ورځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جنرال جان نکولسن د افغانستان د عسکړو د عملیاتو لپاره د خصوصي ځواک یا فورس جوړولو هرکلی کړی او زیاته کړې يې ده "مونږ(امریکا) ستاسو(افغانستان) سره یو او په راتلونکې کی به هم یو."

د جنرال جان نکولسن لخوا افغان ځواکونو ته د دغو څرګندونو نه داسې ښکاري چې کیدی شي پنټاګان صدر ټرمپ په دې راضي کړی وي چې امریکا په راتلونکې کې د ترهگرو د خطر د مخنېوي لپاره باید په افغانستان کې پاتې شي.

د یادونې وړ ده چې د یکشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس ويلی وو چې د افغانستان د جګړې د تګلارې د تنظیمولو د چارو راضي دی خو د نوي پالیسۍ د تفصیل د ورکولو نه یې ډډه کړي وه.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د خپل صدرات د دورې نه ٧ میاشتې وروسته د افغانستان د پالیسۍ په هکله خپله پریکړه کړیده. تر اوسه دا نده معلومه چې دغه پریکړه به څه ډول وي خو د امریکا حکومت، د حکومت سیاسي مخالفینو او په مطبوعاتو کې د افغانستان په هکله تاودنه بحثونه شویدي.

صدر ټرمپ د افغانستان په هکله د پالیسۍ په ټاکلو کې زیات وخت ځکه ونیوه چې ویل یې غواړي په دی مطمین شي چې امریکایي عسکر شپاړس کاله وروسته هم ولې په افغانستان کې دي.

صدر ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي پوځ مشر جنرال نیکولسن په رول هم سختې نیوکې کړی وی او ویلې یې وو چې پکار ده هغه د دندې لری کړی شي.

XS
SM
MD
LG