لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ به نن د ماحولیاتي بدلون په اړه پریګړه کوي


د امریکا صدر ډا نالډ ټرمپ وايي هغه به نن د پنجشنبې یا زیارت په ماسپښين خپله پریکړه اعلان کړي چې ایا د ۲۰۱۵ میلادي کال د پیرس له کلایمیټ تړون څخه ووځي او که نه.

ټرمپ د چهارشنبې یا شرو په شپه په یوه ټویټ کې ویلي وه چې هغه به دغه پریکړه ماسپښين درې بجې اعلان کړي او خپل ټویټ یې پدې ختم کړی وه چې امریکا یوځل بیا غوره کړئ.

د ورځې په سهار کې د ویتنام له لومړي وزیر سره د لیدنې پرمهال ټرمپ ویلي وه چې ددغه تړون پلویان او مخالفین دواړه ورسره خپل نظرونه شریکوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر ویلي وه چې دغه مشورې د امریکايي سوداګرو او د نړۍ له یوشمیر مشرانو سره شویدي.

زیاتو رسنیو راپور ورکړی وه چې ولسمشر غواړي د پیرس له دغه تړون څخه چې د ۱۹۵ هیوادونو لخوا منل شوی ووځي.

که دا کار وشي نو دا به د اوباما د سیاست معکوس وي چې جمهوري غوښتونکي به پرې خوشحاله شي خو د امریکا متحدین او چاپیریال ساتونکي به پرې خفه شي.

د امریکا د سترو ښارونو ښاروالانو له ټرمپ څخه غوښتي دي چې پدغه تړون کې پاتې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG