لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ د ریپلیکن پارټۍ صدارتي امیدوار: "زه د ستاسو غږ یم"


د اوهایو ریاست په کلیولینټډ ښار کې د رپیلیکن پارټۍ نیشنل کنوینشن ته د زیارت، پنجشنبې، په ماسخوتن، خپل تقریر کې ډونلډ ټرمپ د صدارت دپاره د خپلې تگ لارې اهم ټکي بیان کړل چې پکې امریکې ته د غیرقانوني راتگ مخه نیول، په امریکا کې دننه د تشدد مخه نیول او د ترهگرۍ نه د امریکې شهریان محفوظ ساتلو غوندې موضوعات شامل وو
د اوهایو ریاست په کلیولینټډ ښار کې د رپیلیکن پارټۍ نیشنل کنوینشن ته د زیارت، پنجشنبې، په ماسخوتن، خپل تقریر کې ډونلډ ټرمپ د صدارت دپاره د خپلې تگ لارې اهم ټکي بیان کړل چې پکې امریکې ته د غیرقانوني راتگ مخه نیول، په امریکا کې دننه د تشدد مخه نیول او د ترهگرۍ نه د امریکې شهریان محفوظ ساتلو غوندې موضوعات شامل وو

د سږ کال د نومبر په میاشت کې د امریکې د نوي صدر د انتخاب دپاره د حزب اختلاف ریپلیکن پارټۍ امیدوار ډونلډ ټرمپ په زغل کې د گوند لخوا په رسمي توگه د نامزدگۍ قبولو په وخت په خپله رسمي وینا کې لوظ وکړو چې هیواد والو ته به د هیواد دننه امن و امان او اقتصادي سوکالي ورکوي، د ملک سرحدونه به خوندي کوي د ترهگرۍ د خطر نه به يي بچ ساتي.

ډونلډ ټرمپ په خپل تقریر کې د ډیموکریټک پارټۍ صدر براک اوباما په حکومت سخت تنقید وکړو او وې ویل د براک اوباما د حکومت تگ لار نه یوازې د هیواد دننه بلکه د هیواد نه بهر د ناکامۍ سره مخامخ شوې دي.

هم دغه رنگ ټرمپ په پخوانۍ خارجه وزیرې هیلري کلنټن هم سخت ټکونه وکړل. هیلري کلنټن په صدارتي ووټونو کې د ډیموکریټک پارټۍ ممکنه امیدواره ده.

د اوهایو ریاست په کلیولینټډ ښار کې د رپیلیکن پارټۍ نیشنل کنوینشن ته د زیارت، پنجشنبې، په ماسخوتن، خپل تقریر کې ډونلډ ټرمپ د صدارت دپاره د خپلې تگ لارې اهم ټکي بیان کړل چې پکې امریکې ته د غیرقانوني راتگ مخه نیول، په امریکا کې دننه د تشدد مخه نیول او د ترهگرۍ نه د امریکې شهریان محفوظ ساتلو غوندې موضوعات شامل وو.

ډونلډ ټرمپ چې یو سرمایه دار او کاروباري شخصیت دی، وویل په هیواد کې به د لکونو په شمیره کې د کار روزگار موقعې برابروي او د منځنۍ امدنې خلکو دپاره به په ټیکسونو کې رعایت ورکوي.

په منځني ختیځ کې د شام، عراق، لیبیا او داعش د راپورته کیدو غوندې مسلو په اړه ټرمپ وویل په دغه مدونو کې د صدر براک اوباما او د هیلري کلنټن تگ لار د ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

ټرمپ لوظ وکړو چې امریکایان به د ترهگرۍ نه محفوظ ساتي او په غیرقانوني توگه امریکې ته د راتلونکو خلکو مخه به نیسي. هغه وویل کوم هیوادونه چې ترهگرۍ وهلي هلته نه به امریکې ته په مهاجرت پابندي لگوي ترڅو دغه هیوادونه د ترهگرۍ خلاف کوټلي گامونه وانخلي.

هغه وویل "اسلامک ریډیکلز" اسلامي بنیاد پرستان د ترهگرۍ سبب دی.

په داخلي توگه ډونلډ ټرمپ وویل چې د هیواد په لویو لویو ښارونو کې تشدد او د شهریانو وژنې زیاتې شوي دي خو هغه به دا مسله حل کوي او په ښارونو کې به امن و امان پرځاې کوي.

د خپل تقریر په اخیره کې ډونډل ټرمپ وویل د هیواد په کلو او بانډو کې اوسیدونکو سره دا لوظ کوي چې هیواد به بیا مظبوطوي، امریکې ته به بیا فخر ورکوي، امریکا کې به بیا امن و امان پرځای کوي او امریکې ته به یوارې بیا عظمت ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG