لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ به له اروپايي مشرانو سره په پولینډ کې په اقتصاد او امنیت خبرې کوي


د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د پولینډ سرښکار وارسا کې د اروپايي هېوادو له یو شمېر مشرانو سره به د اقتصاد او امنیت په مسلو خبرې اترې کوي.

د امریکا یوشمیر مشران بیا د اروپا په اړه د ټرمپ د ځینو سیاستونو له امله اندېښنه لري.

د ساري په توګه ټرمپ له ناټو سره خپله ژمنه تازه کړه خو د پاریس له کلایمیټ تړون څخه ووته او همدارنګه تر هغې وړاندې یې د خپل روسي سیال ویلادمیر پوتین ستاینه کړې وه.

ټرمپ به خپله لومړنۍ وینا د پولینډ د پلازمینې وارسا په کراسینسکي څلورلاري کې وړاندې کړي.

سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر به یوځل بیا د ګډې دفاع لپاره له ناټو سره د همکارۍ په برخه کې ژمنه وکړي خو دا به هم وه وايي چې د ناټو نور غړي هیوادونه باید ددغه ایتلاف د مالي لګښت په پوره کولو کې هم ډیره مرسته وکړي.

په پولېنډ کې تر ۳۰۰۰ زیات امریکايي سرتیري د ناټو په چوکاټ کې دیره دي چې په یوکراین کې د روسيې د زور زیاتي مخه ونیسي.

اروپا ته د ټرمپ د دغه سفر اجندا به د اقتصاد او امنیت په مسلو باندې وڅرخي.

ټرمپ به په وارسا کې د خپلې وینا څخه مخکې په هغې سرمشریزه کې هم ګډون وکړي چې په ختیځې اروپا کې د انرژۍ د خپلواکۍ د زیاتیدو لپاره رامنځته شویده.

پولینډ هیله لري چې د امریکا څخه د واردیدونکو طبعي ګازو د واردیدو لپاره به لومړۍ سیمه وي.

د وارسا د پوهنتون پروفیسور بیګنیو لیوکي وايي اوس مونږ ډیر ګاز د روسیې له ګزپروم کمپنۍ څخه تر لاسه کوو او دوي پرې مونږ او یوکراین ګواښي.

ده زیاته کړه دغه قرارداد په دوو کالو کې پای ته رسیږي او باید بیا نوی نشي بلکه پرځای یې باید له ناروې او امریکا څخه ګاز وارد شي.

که څه هم پولینډ ته د ټرمپ له سفر سره د پولینډ د حکومت مخالف ګوند خوښ نه دی او ښايي پرضد یې احتجاجي لاریون ترسره کړي خو پولیس به دغه لاریون له کراسینسکي څلور لارې څخه لري وساتي او د پولینډ حکومت به د ټرمپ تود هرکلی وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG